افغانستان

د نجونو ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستو لپاره له طالبانو د یوناما غوښتنه

یوناما له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کړو د مخنیوي د یو کال په تېرېدو، د طالبانو له ادارې وغوښتل په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره بیړني اقدامات وکړي.

په افغانستان کې ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر سرپرست مارکس پوټزل په دې اړه وویل: «دا یوه غمجنه او شرموونکې کلیزه ده.»

هغه زیاته کړه: «له زده کړو د نجونو دوامداره بې برخې کېدل، هېڅ معتبره توجیه نه لري او د نړۍ په هېڅ ځای کې دې ته ورته کار نه دی شوی. دا د یوه نسل نجونو او افغانستان د راتلونکي په زیان دي.»

دا په داسې حال کې دي چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتلسمه نېټه چې ښوونځي د هلکانو پرمخ پرانیستل شول، طالبانو نجونو ته حکم وکړ چې په کورونو کې پاتې شي.

په وروستیو کلونو کې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، اټکل کېږي چې په تېر ښوونیز کال کې، له شپږم ټولګي پورته څه د پاسه یو میلیون نجونې د منځنۍ او لیسې له زده کړو منع شوې دي.

که څه هم تر اوسه طالبانو د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه بېلابېلې ژمنې کړې؛ خو تراوسه دا ژمنې نه دي عملي شوې. له اووم تر دوولسم ټولګي د نجونو د زده کړو مخنیوی تر ډېره له دوولس تر اتلس کلنۍ نجونو باندې اغېز کړی دی.

یوناما په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې له زده کړو بې برخې کېدل، د نجونو او ښځو له تر ټولو اساسي حقونو سرغړونه ده. دا د څنډې ته کولو، استثمار او له نجونو د ناوړه استفادې خطر زیاتوي او د توپیري چلند او سیاست یوه برخه ده چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

د ملګروملتونو سازمان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، له ټولو هغو اقداماتو چې د افغان مېرمنو او نجونو د لومړنیو حقونو د مخنیوي لپاره یې غوره کړي شاتګ وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «موږ له هغوی (طالبانو) غواړو چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو د اجازې ورکولو په برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي چې دا چاره افغانستان د پرمختګ بېولای شي او خلکو ته هیلې وربښي.»

د ملګروملتونو سازمان ټینګار کړی، که له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو مخنیوی همداسې دوام وکړي، د ملګروملتونو سازمان سخت اندېښمن دی چې دا ډول اقدامات د افغانانو د اساسي آزاديو د محدودولو ترڅنګ، د ناامنۍ، بې وزلۍ او انزوا په ګډون د افغانستان د ناورین له لازیاتوالي سره مرسته وکړي.

د ملګروملتونو سازمان طالبان د سولې، یو بل د منلو، امنیت، د بشري حقونو د رعایتولو او د اقتصادي بهیر د ښه کېدو لپاره د شرایطو د برابرولو مسوول بللي او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه له داسې دولته ملاتړ ته چمتو ده چې له ټولو وګړو استازیتوب وکړي او د دوی حقونو ته درناوی وشي.

د ویلو ده چې د نجونو ښوونځیو تړل کېدل، له هغو مواردو څخه دي چې د بهرنیو هېوادونو غبرګونونه یې هم په ځان پسې لرلي دي.

طالبان ظاهرا د ښوونځیو د پرانیستو او په سیاسي ډګر کې ښځو ته د ونډې ورکولو په اړه هېڅ ژمنتیا نه لري. د کارپوهانو په باور، په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه هغه موارد دي چې د دوی پر رسمیت نه پېژندلو باندې یې اغېز کړی دی.