کډوالي

له پاکستانه ایستل شوي کډوال: فقر او سختۍ د اختر لمانځلو محروم کړي یو

هغه کسان چې له پاکستان څخه ایستل شوي دي په افغانستان کې د لوی اختر شپې او ورځې څنګه تیروي؟

د لوی اختر په رارسیدو سره، د کندهار ولایت د کډوالو په یوه پنډغالي کې راستنیدونکي وايي چې، دوی له سختو اقتصادي ستونزو او د لومړنیو اړتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.

د دغو راستنیدونکو یو شمېر یې ټینګار کوي چې فقر او سختۍ دوی د اختر د لمانځلو له فرصت څخه محروم کړي دي.

ملالۍ، د پنځو ماشومانو مور ده چې په دې پنډغالي کې ژوند کوي، وايي د سخت اقتصادي فقر له امله، نه ته توانېدلې چې د خپلو ماشومانو لپاره د اختر جامې واخلي.

هغه د خوړو له کمښت، د ژوند د فرصتونو نشتوالي او ورځنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، او حتی د ورځني ډوډۍ لپاره کافي لاسرسی نه لري.

ملالۍ وايي: «زما ماشومان سږ کال د اختر لپاره جامې او بوټان نلري. زه څلور لوڼې او دوه زامن لرم، چې هیڅ یو یې د اختر جامې نلري.»

په دې پنډغالي کې نورې ښځې هم ده ته ورته وضعیت کیسې کوي.

ډیری کورنۍ د بې کارۍ، د ثابت عاید او بشري مرستو ته د لاسرسي نشتوالي له امله په اختر کې د خپلو ماشومانو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

د کندهار اوسېدونکې، سپوږمۍ، وايي: «موږ ټول ناروغه یو، زما ماشومان ټول ناروغه دي. موږ د اختر لپاره جامې نه لرو، حتی د خوړلو لپاره ډوډۍ هم نه لرو.»

د خوړو کمښت، د مناسبو روغتیایي خدمتونو، د څښاک د اوبو، او د مناسبې سرپناه نشتوالی په دې پنډغالي کې له لویو ننګونه څه دي – هغه ستونزې چې لامل شوي د دې ځای اوسیدونکي سږکال اختر په سمه توګه ونه لمانځي.