افغانستان

د افغانستان ناورین د چټک حل پر اړتیا د شانګهای سازمان د غړو ټینګار

د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو په ازبکستان کې د دې سازمان په ناسته کې ګډون وکړ.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو ددې درې ورځنۍ ناستې چې د ازبکستان په کوربتوب ترسره شوې وه په پاییزه بیانیه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو په استازیتوب د یوه ټولګډونه دولت جوړېدل مهم دي.

د دغو هېوادونو مشرانو په سمرقند کې د درې ورځنۍ ناستې په پای کې د ګډې بیانیې په خپرولو سره د افغانستان د مسلې د سیاسي او دیپلوماتیک حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه په افغانستان او سیمه کې د ثبات او امنیت پر راتلو په ټینګار سره له افغانستانه د یوه خپلواک، بې طرفه، متحد، ډیموکرات، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو پرته هېواد په توګه ملاتړ کوي.

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په خپله بیانیه کې په افغانستان کې د ټولو قومي، دیني او سیاسي ډلو په ګډون د ټولګډونه دولت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر هم په دې ناسته کې د وینا پرمهال په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکی شو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په دې اړه وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت باور لري چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د ټولو ډلو، قومونو او مذاهبو په ګډون د بین الافغاني خبرو پر بنسټ د ټولګډونه دولت له جوړولو پرته نه شي راتلای.»

له بلې خوا، یو شمېر شنوونکي باور لري چې د شانګهای سازمان ډېری غړي هېوادونه د افغانستان له خوا د خپل امنیت د ګډوډولو په اړه اندېښمن دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې اړه وویل: «د افغانستان له خوا د شانګهای سازمان د غړو اندېښنه د امنیتي مسایلو په اړه ده، دوی فکر کوي چې د افغانستان له خوا د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو امنیت ګډوډېږي.»

له دې مخکې د ازبکستان ولسمشر او د شانګهای د همکارۍ سازمان پړاویز مشر ویلي و چې د بندیزونو زیاتوالی او د افغانستان د اوسنیو چارواکو (طالبان) لازیاته انزوا به د افراط پالنې د پراختیا لامل شي.

افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان ناظر غړی دی؛ خو دا ځل طالبان دغې ناستې ته نه وو وربلل شوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۲۲مه ناسته د درېیو ورځو لپاره د ازبکستان په کوربتوب ترسره شوه.