د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې افغانستان لا هم د نړۍ د لوږې یو مرکز پاتې دی، او نږدې ۱۰ میلیونه وګړي يې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان په یو راپور کې ویلي، چې دغه شمېر خلک، چې د هېواد ۲۱ سلنه نفوس جوړوي، له «سختې غذایی ناامنۍ» سره مخ دي، او اټکل کېږي چې د روان میلادي کال د مې څخه تر اکتوبر پورې، د «بحران» یا تر دې هم بد وضعیت ته ولاړ شي.
راپور زیاتوي چې له دې ډلې ۱.۶ میلیونه تنه، چې د ټول نفوس څلور سلنه جوړوي، د بیړني حالت سره مخ دي، او شاوخوا ۷.۹۳ میلیونه نور، چې د نفوس ۱۷ سلنه جوړوي، په بحراني طبقهبندي کې پاتې شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، سره له دې، دا وضعیت د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر اپرېل پورې له وخت سره پرتله ښه شوی، ځکه چې په هغه موده کې شاوخوا ۱۲.۶ میلیونه کسان، چې د هېواد ۲۷ سلنه نفوس جوړېده، له شدیدې لوږې سره مخ وو.
راپور زیاتوي چې بېلابېلو عواملو، لکه د پام وړ بشري خوړو مرستې، د کرنې بیړنی ملاتړ، اقتصادي وده او د تاوتریخوالي د کچې کمښت د خوراکي وضعیت د ښه والي لپاره مرسته کړې.
خو له دې سره سره، دغه سازمان خبرداری ورکوي چې د اقلیم له بدلون سره تړلي خطرونه، ټولنیز او اقتصادي وضعیت، او همداراز د بشري مرستو بودیجې ۴۰ سلنه راکمول، دا پرمختګ له جدي ګواښ سره مخ کوي او تر ټولو زیانمنونکو کورنیو ته لوی خطر پېښوي.