د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چنګاښ په دویمه نېټه د افغانستان په اړه یوه ناسته ترسره کوي.
د امنیت شورا راپور وايي چې د یوناما مشره، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یو چارواکی او د افغان مدني ټولنې استازی به د هیواد د وضعیت په اړه راپور ورکړي.
د امنیت شورا د راپور له مخې، د دې شورا غړي ممکن د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې د چارو د څانګې او یوناما له استازو سره د غیر رسمي ناستو غوښتنه وکړي ترڅو د طالبانو د کړنو پر وړاندې د دې شورا لخوا د شونو اقداماتو په اړه بحث وکړي، په شمول د موزاییک پلان.
د امنیت شورا راپور د افغانستان په اړه د شورا د دایمي غړو ترمنځ د شدید اختلاف په اړه هم خبر ورکړی دی.