کډوالي

ملګري ملتونه: یوازې ۱۴ سلنه راستنېدونکي کډوال تعلیمي خدماتو ته لاسرسی لري

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې نابرابرۍ او د عایداتو نشتون د هغو کډوالو ژوند ستونزمن کړی دی، چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د هېواد د نورو وګړو په پرتله، یوازې ۱۴ سلنه راستنېدونکي کډوال تعلیمي خدماتو ته لاسرسی لري.

دغې کمیشنرۍ ویلي، چې اقتصادي ستونزې او ټولنیز شرایط د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدماتو لاسرسي ته خنډونه جوړوي.

له دې سره، طالبانو هم د شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې بندې کړي دي، چې دغه کار هم د کډوالو د ماشومانو د تعلیمي خدماتو لاسرسی اغېزمن کړی دی.

یاد سازمان زیاتوي چې دغه کډوال د نورو کورنیو په پرتله روغتیایي خدماتو ته هم کم لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وایي چې د مېشتېدنې ځای، د کورنۍ سرپرست نشتون او د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدو وضعیت، د روغتیایي خدماتو لاسرسي اغیزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د هغو کورنیو چې معلول غړي لري، د روغتیایي خدماتو لاسرسی د نورو راستنېدونکو کورنیو په پرتله کم دی.

د دغې کمیشنرۍ راپور ټینګار کوي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره اټکل شوی چې په شمال او ختیځو سیمو کې ۱۵۴ نوي روغتیایي کلینیکونه جوړ شي.

واک ته طالبانو تر رسېدو وروسته، پاکستان او ایران د افغان کډوالو جبري ایستل زیات کړي او دا دوه هېوادونه هره ورځ په سلګونو کورنۍ جبراً افغانستان ته ستنوي.

د ناروې د کډوالو شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د مهاجرینو جبري ایستل د افغانستان وضعیت نور هم خراب کړی دی؛ هغه هېواد چې د دې ادارې په وینا له جدي بحرانونو سره مخ دی.