سیاست

د پاکستان او طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو د دواړو لوريو ترمنځ د باور جوړونې لپاره ټينګار وکړ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، محمد اسحاق دار د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير، امير خان متقي، سره په يوه تليفوني خبرو کې د دواړو لوريو ترمنځ د متقابل باور جوړولو ټينګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي دی، چې په کابل او اسلام اباد کې دډیپلوماتیکو ماموریتونو سطحه د سفیر کچې ته لوړول مثبت ګام دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو هیله څرګنده کړې چې پاتې پړاوونه یې ژر ترسره شي.

د خبرپاڼې په وینا، دواړو لوریو څرګنده کړه چې د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړول به په گڼو برخو کې د همکاريو پراختيا ته لار اواره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دواړو لورو د ۲۰۲۵ کال د اپريل په ۱۹مه د لومړي د اسحاق دار د کابل له سفر وروسته د شوو پرېکړو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې، او ژمنه يې وکړه چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د متقابل اعتماد د جوړولو لپاره به ګډ کار ته دوام ورکړي.

دواړو لوریو همدارنګه د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي کرښې پروژې او د سيمه‌ييز اتصال لپاره د اهميت په اړه ټينګار وکړ.