د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۳۰ مې نېټې پورې، ۹۹۸زره او ۵۰۰ افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته راستنېدلي دي.
دغه کمیشنرۍ په یوه تازه راپور کې ویلي دي، چې تر ۱۹۶زره او ۲۵۳ زیات کسان یوازې په ۲۰۲۵ کال کې راستنیدلي، چې له دې ډلې ۳۳زره او ۳۰۰ کسان په زوره ایستل شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۳۰ مې نېټې په ترڅ کې يې له پاکستان څخه د شاوخوا ۱۳۱زره او ۱۰۰ راستنیدونکو افغان کډوالو سره مرسته کړې ده، چې له دې ډلې ۸۲زره او ۶۰۰ تنه د «پياوآر» کارت لرونکي دي.
په راپور کې راغلي دي: «په مرسته شوو کسانو کې شاوخوا ۵۰ سلنه ښځې او نجونې دي، او ۲.۴ سلنه د ټولو مرسته شوو کسانو معلولیت لري.»
د راپور په وینا، د همدې مودې په ترڅ کې له څلورو مرسته شوو کورنیو څخه لږ تر لږه د یوه کورنۍ مشري يې ښځې کوي، او شاوخوا ۷۲ سلنه راستنیدونکو غوښتل، چې پنځو ولایتونو ته ستانه شي (ننګرهار، کابل، کندهار، کندز، لغمان).
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي،
ددغې کمیشنرۍ راپور وايي: «زیاتره (تر ۱۴۴زره او ۵۰۰ زیات کسان) چې د اپرېل په میاشت کې راستنیدلي چې له دې ډلې ۲۹زره او ۹۰۰ کسان شړل شوي دي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي چې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او اپرېل میاشتو په ترڅ کې، له ایران څخه شاوخوا ۴۳۵زره کسان راستنیدلي دي، چې له دې ډلې ۲۵۲زره او ۴۰۰ کسان شړل شوي دي.