افغانستان

سمنګان کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی

سمنګان کې ځايي سرچینې آمو ته وایي، چې د دې ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې دا پېښه د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د خُلم ولسوالۍ او ایبک ښار ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، د پېښې قرباني «جمشید» نومېږي او د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکی و. هغه د بلخ څخه د کندوز ولایت په لور سفر درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په افغانستان کې لسګونه کسان د ټرافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د سړکونو خرابوالی د دې پېښو د رامنځته کېدو یو له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.