کډوالي

افغان ایوک: د ټرمپ حکومت له «کی‌یر» وروسته د «ایندورینګ ویلکم» لغوه کول غواړي

د ارشیف انځور: په امریکا کې دوه مېشت کډوال د سړک څخه د تېرېدلو په حالت کې.

په متحده ایالاتو کې د «افغان ایوک» په نوم د افغان پناه‌ غوښتونکو د ملاتړ یو بنسټ، وايي چې د ډونالد ټرمپ اداره د افغانستان د وګړو د انتقال د همغږۍ دفتر (کی‌یر) له لغوه کولو وروسته، اوس د «ایندورینګ ویلکم» دفتر د له منځه وړلو هڅه کوي. دا دفتر د افغان پناه‌ غوښتونکو د بیا میشتېدو مسوولیت لري.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې یې د شاوخوا ۲۰۰ زره افغان وګړو د اسکان په برخه کې همکاري کړې ده.

دا هم ویل شوي چې د بیا میشتېدو اړوند چارې، لکه د لنډمهاله ژوند لګښتونه، د خوړو او څښاک لپاره لګښتونه د ټاکلې مودې لپاره، د کډوالو لپاره د کورونو کرایه کول، د حقوقي مشاورینو ګمارنه، د قانوني اقامت سند ترلاسه کولو چارې، د «ایندورینګ ویلکم» دفتر له ماموریتونو څخه دي.

خو اوس افغان ایوک وايي چې د «ایندورینګ ویلکم» دفتر ماموریت، چې د دې ټولو چارو مسوول دی، د ډونالد ټرمپ حکومت له خوا پای ته رسول کېږي.

دا پداسې حال کې ده چې دغه بنسټ وايي چې تر اوسه د ټرمپ حکومت د دې مسلې لپاره بدیل پلان یا بدیله لاره هم اعلان کړې نه ده.

تر دې مخکې «افغان ایوک» ویلي و چې د ټرمپ حکومت د افغان پناه‌ غوښتونکو د کی‌ر دفتر په پټه او پرته له عامه خبرتیا لغو کړی دی.

د دغه بنسټ مشر شاون وان‌دایور د دې پرېکړې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي: «دا حذف یوازې یو ساده بوروکراتیک اقدام نه دی، بلکې د یوه داسې بنسټ قصدي له منځه وړل دي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو نیمګړتیاوې جبرانولو لپاره جوړ شوی و.»

د رسمي اسنادو له مخې، د دې دفتر تر څنګ، د افغانستان د بیارغونې ځانګړي استازي دفتر او د افغانستان او پاکستان د پروګرامونو دفتر هم لغوه شوي دي.

کی‌ر یوازینی مشخص جوړښت و چې د امریکا د فدرالي حکومت په چوکاټ کې د «افغان متحدینو» د انتقال او ملاتړ چارو ته ځانګړی شوی و.

دا دفتر د افغانستان د جمهوري دولت تر سقوط او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، د زرګونو افغان وګړو د مطشت د بهیر د تنظیم لپاره جوړ شوی و.