کډوالي

د امریکا سترې محکمې ټرمپ ته د پناه غوښتونکو د بشري وضعیت د لغوې اجازه ورکړه

انځور له آرشیف څخه

د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ (د غبرګولي۹مه) د ډونالد ټرمپ حکومت ته اجازه ورکړه، چې د سلګونو زرو ونزوئلایي، کیوبایي، هاییتيایي او نیکاراګویایي پناه‌ غوښتونکو لپاره د «موقتي محافظتي حالت» لغوه کړي.

دا حالت معمولاً د بشري مرستو له مخې ورکول کېږي، او دا کډوال دا مهال په امریکا کې ژوند کوي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د ټرمپ حکومت تر دې مخکې هم د افغان پناه‌ غوښتونکو لپاره د «موقتي محافظتي حالت» لغوه کړی و، چې د پناه‌ غوښتونکو د ملاتړ کوونکو بنسټونو او د امریکا سناتورانو له جدي غبرګون سره مخ شو او زرګونه پناه‌ غوښتونکي یې بې برخلیکه کړل.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د امریکا سترې محکمې د اندیرا تالواني، چې د امریکا په بوستون کې سیمه‌ییز قاضي ده، هغه حکم وځنډاوه چې د ټرمپ د حکومت هڅه یې بنده کړې وه، څو د ۵۳۲ زره هغو کډوالو لپاره چې دا محافظتي حالت د پخواني ولسمشر جو بایډن له‌خوا ورکړل شوی و، پای ته ورسوي. دا پرېکړه د ډېرو لپاره د چټک ایستلو خطر زیاتوي.

د امریکا سترې محکمې دا پرېکړه د ټرمپ د کډوالو د ایستلو هڅو ته ځواک ورکوي.

موقتي محافظتي حالت» یا د کدوالو مشروطه ازادي، د امریکا د قوانینو له مخې د لنډمهاله اقامت اجازه ده، چې د بېړنیو بشري اړتیاوو یا د عامه ګټو لپاره ورکول کېږي او ترلاسه کوونکو ته دا اجازه ورکوي چې په امریکا کې د ټاکلي مودې لپاره ژوند او کار وکړي. جو بایډن دغه پروګرام څخه د خپلې ادارې پالیسیو یوه برخه ګرځولې وه، څو د امریکا او مکسیکو په پوله کې د ناقانونه مهاجرت مخه ونیسي.

خو ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته، د ۲۰۲۵ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه، په خپل لومړي اجرایي فرمان کې، د پناه‌ غوښتونکو لپاره د بشري مشروطې ازادۍ یا «موقتي محافظتي حالت» د ختمولو غوښتنه وکړه.

وروسته د امریکا د کورني امنیت وزارت د مارچ په میاشت کې دا پروګرامونه پای ته ورسول او د دوو کلونو مشروطه ازادي یې کمه کړه. حکومت وویل چې د مشروطې ازادۍ لغوه کول، د کډوالو چټک ایستل اسانه کوي.

لکه ډېری اضطراري حالتونه، دا پرېکړه هم له لاسلیک پرته خپره شوه او هېڅ دلیل یې ورسره نه و. د محکمې له نهو قاضیانو څخه دوه تنه لیبرال قاضیان، کتانجي براون جکسن او سونیا سوتومایر، علناً ورسره مخالفت وکړ.

جکسن په یوه ضمیمه نظر کې ولیکل چې محکمې د پرېکړې د پایلو وضاحت ونه کړ. جکسن ولیکل چې دا نتیجه «د دې واقعیت له ارزښت نه ټیټه ګڼي چې حکومت ته اجازه ورکوي د شاوخوا نیم میلیون غیر تابعیت درلودونکي ژوند او معیشت ناڅاپه ګډوډ کړي، په داسې حال کې چې د هغوی قانوني ادعاوې لا هم تر څېړنې لاندې دي.»

دا قضیه له هغو مواردو څخه ده چې ټرمپ یې په اضطراري حالت کې د هېواد تر ټولو سترې قضایي ادارې ته رسولې، څو د هغو قاضیانو پریکړې چې د هغه د پراخو پالیسیو مخه نیسي، لغوه کړي، چې پکې د مهاجرینو پر وړاندې ګڼ شمېر اقدامات هم شامل دي.