کډوالي

د کډوالو د مطالعاتو مرکز: ایران ته د کډوالو تګ له طالبانو څخه د تېښتې فرصت ګڼل کېږي

د کډوالو د مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ایران له پولو د افغان کډوالو تګ، د طالبانو له رژیم څخه د تښتېدلو او د اقتصادي فرصتونو د موندلو لپاره یو فرصت ګڼل کېږي، خو دا یوازې د ځینو لپاره پیل دی، ځکه چې هغوی اوږده سفرونه کوي تر څو ترکیې او اروپایي هېوادونو ته ځان ورسوي.

دغه مرکز وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، شاوخوا یو میلیون افغان وګړي د ځمکنیو پولو له لارې په غیرقانوني توګه د ایران له پولو اوښتې دي تر څو اروپا ته ولاړ شي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی چې د افغانستان وګړي ډېری وخت د «جګړې او فقر» له امله د مهاجرت لاره نیسي.

له بلې خوا، په راپور کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د موندنو له مخې ویل شوي چې دا مهال ایران د شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی، چې له دې ډلې ۷۶۱ زره تنه ثبت شوي دي او پاتې نور ټول کډوال بې اسناده دي.

خو د کډوالو د مطالعاتو مرکز وايي چې د ایران غیر رسمي پولې د افغان کډوالو لپاره تر ټولو له ستونزو ډکې لارې دي، چې ډېرۍ وخت پکې مرګ‌ژوبله او ورکېدنې هم پېښېږي.

د ایران پولو سره د کډوالو ستونزې

دغه مرکز زیاتوي چې افغان وګړي د کډوالۍ په لاره کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې پکې د قاچاقبرانو او د ایران د پوله ساتونکو پولیسو له لوري تاوتریخوالی او ربړونه، سخت موسمي شرایط، خطرناک ټرانسپورټ او د خوړو او د څښاک اوبو کمښت شامل دي.

دغه مرکز زیاتوي چې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه زړه بوږنوونکي راپورونه شته، چې پکې د قاچاقبرانو له لوري پرېښودل، د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا شکنجه، مرګ، ځورونې، ډزې او وهل شامل دي.

په راپور کې راغلي، د هغو کډوالو کره شمېر معلوم نه دی چې په دې لاره کې ورک کېږي یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه مرکز زیاتوي چې د طالبانو له واکمنېدو او په افغانستان کې د دوی د سختو پالیسیو له امله، ایران ته د افغان وګړو د تګ شمېر په پام وړ ډول ډېر شوی.

د کډوالو د مطالعاتو مرکز د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په حواله ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې پورې، ۵۹ افغان وګړي د ایران له پولو د مهاجرت پر مهال وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي: «د طالبانو د ظالم رژیم او د بشري وضعیت د خرابوالي له امله، ډېری افغانان اقتصادي امکانات نه لري او د ایران د کډوالی لپاره قانوني اسنادو ته د ترلاسه کولو وخت نه لري. برسېره پر دې، د ایران سفارت په افغانستان کې یوازې د درې میاشتو اعتبار لرونکې یوځلي ویزه صادروي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د افغانستان دایمي استازي، نصیر احمد اندیشه، د دې سازمان د بشري حقونو شورا په یوه ناسته کې ویلي و، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، شاوخوا اته میلیونه افغان وګړي له هېواده وتلي دي.