افغانستان د آمو حوزه

د روسیې د دفاع وزیر: په افغانستان کې سختدریځه ډلې د مرکزي اسیا امنیت ته اصلي ګواښ دي

د روسیې د دفاع وزیر اندري بيلوسوف وايي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر فعالې سختدریځه ډلې لا هم د مرکزي اسیا لپاره اصلي ګواښ ګڼل کېږي.

روسي رسنیو د ښاغلي بیلوسوف په حواله راپور ورکړی، چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي هم د سیمې وضعیت اغېزمن کړی دی.

اندري بيلووسوف د چهارشنبې په ورځ د ګډ امنیتي تړون د دفاع وزیرانو شورا په ناسته وویل: «په مرکزي اسیا کې اصلي ګواښ لا هم له افغانستان څخه د ګڼ شمېر افراطي ډلو له خوا راځي. دوی د ګاونډیو هېوادونو خاورې ته د ننوتلو او بیا ورڅخه د نورو سیمو د نفوذ احتمال زیات شوی دی.»

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، له ۲۰ څخه ډېرې سختدریځې او ترهګریزې ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې فعالې دي.

تردې وړاندې د ترک دولتونو سازمان غړو هېوادونو مشرانو په ګډه اعلامیه له طالبانو غوښتي، چې «د ترهګرۍ او ترهګریز ګواښ له منځه یوسي» او د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه همغږې او پیاوړې کړي.

د ترک دولتونو سازمان دا ګډه اعلامیه د غړو هېوادونو د مشرانو لخوا په یوه «غیررسمي» ناسته کې چې د غويي میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شوه، لاسلیک شوې ده او دا اعلامیه اوس تازه خپره شوې ده.