ورزش

د افغانستان د ښځو فوټبال ټیم د رسميت پېژندنې د ځنډ له امله نیوکې

د افغان ښځینه لوبغاړو د لوبې انځور.

په جلاوطنۍ کې د هېواد یو شمېر ښځینه فوټبالرانو په یوه لیک کې د فیفا له خوا د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم د رسميت پېژندنې د بهیر د ځنډ له امله نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نږدې څلور کاله تېر شوي، خو دغه ټیم لا هم په نړیوالو سیالیو کې رسمي ګډون نه‌دی کړی.

د ګارډین د راپور له مخې، دغه لیک د ورزش او حقونو اتحادیې ته استول شوی او د دې ټیم د رسميت پېژندنې لپاره یې فشار راوړی دی. ویل شوي چې د افغانستان د ښځو ملي فوټبال ټیم خپله وروستۍ رسمي لوبه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ترسره کړې ده.

له بلې خوا، فیفا ویلي چې له افغانستان څخه بهر د ښځینه فوټبالرانو ملاتړ ته ژمن دی او د روزنیزو کمپونو تنظیمولو پلان لري چې روزونکي، تخنیکي او طبي کارکوونکي به پکې شامل وي او دوستانه لوبو ته به هم زمینه برابره کړي.

سره له دې، اوسني او پخواني ښځینه فوټبالران د فیفا له دغو اقداماتو هرکلی کړی، خو د پرمختګونو له ورو والي څخه یې ناخوښي ښوولې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۷ میلادي کال د ښځو نړیوال جام د ګډون لپاره د فیفا هڅې ډېر ناوخته دي، ځکه د افغانستان د ښځو ملي فوټبال ټیم د ۲۰۲۶ کال د ای‌اف‌سي د ملتونو جام د مقدماتي سیالیو قرعه‌کشي چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، کې ګډون نه‌لري. دغه ټورنمنټ د نړیوال جام او المپیکي لوبو ته د ګډون شرایط ټاکي.

مرسل سادات، د افغانستان د ښځو ملي فوټبال ټیم یوې لوبغاړې ویلي: «لوبغاړې غواړي د خپل هېواد لپاره ولوبېږي. هغوی غواړي د افغانستان د ښځو استازیتوب وکړي او د هغو کسانو غږ وي چې په یوه چوپ سفر کې دي.»

هغې ټینګار کړی: «طالبانو له موږ څخه د ورزش حق واخیست. نه یوازې له موږ، بلکې له ټولو ورزشکارانو. دا څلورم تعلیمي کال دی چې نجونې د طالبانو تر واک لاندې مکتب ته نه‌شي تللی. څنګه تمه کولی شو چې طالبان د ورزش په اړه خبرې وکړي، که چېرې د نجونو زده‌کړو ته هم اجازه نه ورکوي؟ هغوی هېڅکله خبرو ته نه‌حاضرېږي. هغوی له ښځو ویریدلي دي، هغوی د ښځو له غږ او حقونو ویره لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ښځینه فوټبالرانې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته ستنېدو وروسته له افغانستانه ووتلې او تر اوسه بې برخلیک پاتې دي او نه‌دي توانېدلي چې په نړیوالو لوبو کې رسمي ګډون وکړي.