افغانستان

په مزارشریف کې د جوزجان د اورلګېدنې د بې ځایه شویو ناوړه وضعیت

هغه کورنۍ چې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د مردیان بالا په کلي کې له اورلګېدو وروسته مزارشریف ته کډه شوې، د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

دوی له اونیو راهیسې د مزارشریف ښار په یو شمېر کنډوالو کې سختې شپې ورځې تېروي.

دغه کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې هر څه یې په اور کې سوځېدلي او اوس نه د خوړو لپاره څه لري او نه هم د توکو د پېرلو لپاره پیسي.

امرالدین د مردیان بالا کلي یو اوسېدونکی دی. هغه د روان کال د زمري میاشتې په اوولسمه نېټه د پیل شوې اور لګېدنې په اړه ترخې او غمجنې کیسې لري.

امرالدین د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې ددې په بیانولو سره چې هرڅه یې پرېښي او یوازې یې ځان او بچیان ژغورلي وویل: «اور ولګېده، موږ اړ شوو چې خپل هرڅه پرېږدو، د دې وخت مو پیدا نه کړ چې د خوړو لپاره یو څه راسره واخلو، اوس له څه مودې راهیسې په یوه کنډواله کې ژوند کوو.»

زینب ددې کلي یوه بله بې ځایه شوې ده چې له خپلو ماشومانو سره په مزارشریف ښار کې اوسېږي، هغه د خپل اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي: «لومړی غله پیدا شول وروسته په ټولو ځایونو کې له کوم دلیل پرته اور ولګېد او موږ اړ شوو چې وتښتو.»

دغه بې ځایه شوې وايي، که مسوولین او خیریه بنسټونه خپلو کورونو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي، بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي.

اخوا په بلخ ولایت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین تراوسه له نهه زره غوښتونکو څخه د ۳۶۰ کورنیو لپاره خپلو کورونو ته د ستنېدو زمینه برابره شوې ده.

ددغې اورلګېدنې بېځایه شوی یوازې مزارشریف ته نه دي کډه شوي، د مالوماتو له مخې ددغه کلي یو شمېر کورنۍ شبرغان ښار ته هم کډه شوې دي.

په وروستیو اونیو کې د جوزجان د فیض آباد ولسوالۍ په مردیان بالا کلي کې په مرموزه توګه اورونه لګېدلي چې د جوزجان ځایي چارواکو یې لامل خدايي آفت بللی دی.

که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت ددې اورلګېدنې د ارزونې او لامل د موندلو په موخه جوزجان ته یو پلاوی لېږلی؛ خو تراوسه روښانه نه ده چې د دې اور لګېدو لامل څه دی.

د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ د مردیان بالا کلي د اوسېدونکو ټول شمېر دوه زره کورنۍ بلل شوی دی.