افغانستان

د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان یوځای ووژل شو

له بدخشان سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي چې د دې ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د طالبانو د غړو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان او د ډلې یو “پیژندل شوی سلفي شخصیت” زیدالله د هغه د میرمنې او ماشوم سره یوځای وژل شوی دی.

سرچینو ویلي چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم د دې ستونزې د حل لپاره بدخشان ته تللی دی.

دغو سرچینو زیاته کړې چې نښته د دوشنبې په ماسپښین د شهدا ولسوالۍ په مرکز کې وشوه او څو ساعته یې دوام وکړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.