ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د غبرګولي ۴ – د ۸ بجو خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا “اوچا” وايي، چې طالبانو د تیرې یوې میاشتې په موده کې د بشري مرستې رسونې ۲۹ تنه کارکوونکي نیولي دي.

اوچا په خپل راپور کې لیکلي، چې په بشري مرستو کې د طالبانو د لاس‌وهنو له امله، د اپریل میاشت کې د بشري مرستو ۳۵ پروګرامونه وځنډول شول.

په راپور کې راغلي، چې دغه محدودیتونه د بشري مرستو پر وخت‌ او مؤثرې لېږدونې منفي اغېز کوي او دغه بهیر کمزوری کوي.

طالبانو تر دې دمه د یاد راپور په تړاو، کوم غبرګون نه دی ښودلی.