افغانستان د آمو حوزه

ازبکستانی چارواکی: له طالبانو سره همکاري د شانګهای سازمان غړو د سیمې د ثبات لپاره مهمه ده

یوه ازبکستاني چارواکي ویلي چې له طالبانو سره همکاري؛ د شانګهای همکاریو سازمان د غړو په سیمه کې، د ثبات د ټینګښت مهم عامل دی.

د ازبکستان د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د سټراتېژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو د انسټيټوټ مرستیال د افغانستان په اړه د دې سازمان د تماس ډلې د بیا فعالېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي د شانګهای د همکاریو سازمان په یوه ناسته کې، چې په نوي ډهلي کې جوړه شوې وه، له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه خپلې هڅې همغږې کړي.

که څه هم افغانستان د دې سترې سیمه‌ییز سازمان ناظر غړی دی، خو تر اوسه طالبانو ته په دغو ناستو کې څوکۍ نه ده ورکړل شوې.

نوی ډهلي، د شانګهای د همکاریو سازمان د یوې دوه ورځنۍ ناستې کوربه و. په دغې ناسته کې د غړو هېوادونو له دېرشو زیاتو کارپوهانو پکې ګډون درلود.

د بختیار مصطفی‌یف د ازبکستان د اسټراتیژيکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو د انسټيټوټ مرستیال په وینا، ازبکستان هڅه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې د همکاریو بهیرونو سره یوځای کړي او د سولې او اوږدمهاله ثبات لپاره اړین ټولنیز–اقتصادي شرایط برابر کړي. دغه ازبک چارواکي د شانګهای د همکاریو په سازمان کې، د افغانستان لپاره د تماس ډلې د بیا فعالېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان په برخه کې غړي هېوادونه خپلې هڅې باید همغږي کړي.

بختیار مصطفی‌یف دغې ناستې ته وویل: «د افغانستان د مسئلو په اړه دغه کړنلاره، د موافقه‌محورو حل‌لارو د ترلاسه کولو لپاره یوه اغېزناکه وسیله وه. د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل به د افغانستان د ثبات لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان رول یو ځل بیا د سیمې د اصلي پلاټفورم په توګه ټینګ کړي.»

د شانګهای د همکاریو سازمان د نړۍ تر ټولو لوی او ځواکمن سیمه‌ییز سازمان دی؛ دا سازمان ۹ اصلي غړي لري لکه چین، روسیه، ایران، پاکستان، هند او ځینې د منځنۍ آسیا هېوادونه، او د بلاروس په شمول، څو ناظر غړي هم لري. د دې سازمان اصلي موخه د غړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې څو اړخیزه همکاري او د ترهګرۍ، افراطیت او تجزیې په څېر د ګواښونو پر وړاندې مبارزه ده.

افغانستان چې د شانګهای د همکاریو سازمان یو مهم ناظر غړی و، د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې نور د دې سازمان په غونډو کې څوکۍ نه لري. که څه هم طالبان او د دوی ملاتړي هېوادونه لکه روسیه او ازبکستان د طالبانو د ګډون غوښتنه کوي، خو د مسکو په وینا، تاجیکستان چې له طالبانو سره ښې اړیکې نه لري او د دې سازمان یو اصلي غړی دی، د طالبانو د ګډون مخه نیولې ده. په تېرو نږدې څلورو کلونو کې، د شانګهای سازمان څو ځله له افغانستان څخه د داعش خراسان څانګې د ګواښونو په شمول، د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو ولې ازبکستان د طالبانو سرسخته ملاتړی دی او په سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو محفلونو کې د طالبانو د رسمي رول غوښتنه کوي؟

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس، رحمت‌الله نبیل، په دې اړه آمو ته ویلي چې د تاشکند تر ټولو ستره اندېښنه د ازبکستان اسلامي غورځنګ په اړه ده؛ هغه غورځنګ چې له طالبانو سره بیعت لري او د افغانستان په شمال کې حضور لري، چې موخه یې د ازبکستان د «سیکولر نظام» راپرځول دي. له همدې امله، ازبکستان هڅه کوي د طالبانو له لارې د دې ګواښ مخه ونیسي او د طالبانو په ملاتړ سره خپلې امنیتي اندېښنې مهار کړي.