ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د غبرګولي ۳ – د ۸ بجو خبرونه

د نوي مالي کال له پیل سره، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د مدرسو جوړول درې چنده زیات کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت رسمي شمېرې ښيي چې یوازې په غويي میاشت کې په شپږو ولایتونو کې د نهو مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې دي.

په وروستي مورد کې، طالبانو په بدخشان کې د کران او منجان جهادي مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده.