طالبانو د تخار ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې یوه ښځه او دوه نارینه د «نامشروع اړیکو او غلا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د دې کسانو هر یو ته د ۳۹ دُرو سزا ورکړې او دوه یې چې د «نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي وو، په دوه کاله بند محکوم کړي دي.
طالبان وايي چې دا کسان د سترې محکمې له تایید وروسته په بدني سزا محکوم شوي.
په تېرې یوې میاشت کې د دُرو وهلو شمېرنې
د آمو موندنې ښیي چې د ثور له لومړۍ نیټې څخه د دې میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې، طالبانو د هېواد په ۱۴ څخه زیاتو ولایتونو کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د بشري حقونو فعالان د طالبانو دا عمل غندي او دا د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف او د طالبانو لخوا د نړیوالو کنوانسیونونو څخه سرغړونه ګڼي.
له بل لوري د هېواد وګړو هم د طالبانو دا عمل «بې رحمانه او د انساني ارزښتونو خلاف» بللی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو دغو کسانو ته په عام محضر کې «له کوره د تېښتې، غلا، زنا، نامشروع اړیکو، مخدره توکو، لواطت او غیر اخلاقي کړنو» په تور بدني سزاګانې ورکړي.
طالبانو د دُرو وهلو سربېره د روان لمریز کال د وري په میاشت کې په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې هم څلور کسان قصاص کړي هغه پېښه چې د نړیوالو غبرګونونو له څپو سره هم مخ شوې ده.