د برازیل د جوجیتسو ورزش لوبغاړې نتالیا سانتورو د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د خپل لس ورځني سفر په پای کې ویلي چې دا هېواد «د ښکلا او بې رحمۍ سیوری» دی.
د ډیلي سټار د راپور په وینا نوموړې د دې لپاره افغانستان د لسو ورځو لپاره سفر وکړ ترڅو ومومي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو ژوند څنګه دی.
په راپور کې راغلي چې هغه یوه له هغو ښځو څخه ده چې یوازې یې افغانستان ته سفر کړی او د دې هېواد یو پیچلی انځور یې رسم کړی دی.
نتالیا سانتورو په خپل انسټاګرام اکاونټ کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ورزشي جېمونو د نشتوالي او د ښځو د جېم ته د تګ بندیز له امله هغې د دې سفر په جریان کې د هغه وسایلو په کارولو سره تمرین کړی چې لاسرسی یې ورته درلود.
نوموړې د دې سفر په اړه ویلي: «ماشومان زما لاسونه لمس کول. خلکو په ځېرکتیا سره پوښتنې ترې کولې. دا یو انساني احساس و، نه قضاوت کوونکی.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ښځې د «شرعي محرم» پرته په هېواد کې د سفر کولو څخه منع کړي او د ښځو د ورزش د حق په ګډون یې سخت محدودیتونه یې وضع کړي دي.
خو دوی تر اوسه د خپلې ادارې لاندې افغانستان ته د برازیلۍ ښځینه لوبغاړې د سفر په اړه څه نه دي ویلي.