د طالبانو له خوا د مالي بودیجې پټولو د هېواد د ځینو وګړو نیوکې راپارولې دي.
د هیواد ځینې اوسیدونکي وايي دا روښانه نه ده هغه مالیات چې طالبان یې له خلکو راټولوي چیرته لګول کیږي.
له بلې خوا، ځینې اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د بودیجې پټ ساتل له ټولنیز عدالت سرغړونه ده او دوامداره پرمختګ ننګوي.