افغانستان

اوچا: د روان کال د بشري مرستو بودیجې یوازې ۱۲.۳ سلنه یې تراوسه برابره شوې ده

عکس یک خانواده در افغانستان که کمک بشردوستانه دریافت کرده است.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې وروستیو کې خپل (د جنورۍ څخه د فبرورۍ تر ۲۸مې) دوه میاشتنی راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي په دې موده کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د اړتیا وړ ۲.۴۲ میلیارده ډالرو بودیجې یوازې ۱۲.۳ سلنه یې پوره شوې او پاتې ۲.۱۲ ملیارده ډالره لا هم د مرستندویه هېوادونو لخوا نه دي ورکړل شوي.

ورته مهال اوچا وايي په دې موده کې په هېواد کې ۷.۱ میلیونه خلکو ته مرستې ویشل شوي خو دا مرسته د نوي بودیجې او تېر کال د متحده ایالاتو د ۲۹۶ میلیون ډالرو مرستې په ترکیب برابره شوې ده.

د دغه راپور له مخې په دې منځ کې یوازې ۸۹ سلنه اړمنو کسانو د خوړو مرستې ترلاسه کړې چې دا په ګوته کوي چې د خوړو مرسته تر کومه حده د غبرګون په ټولیز ارقامو کې ونډه لري.

او دا په هغو ملیونونو خلکو باندې هم سیوری غوړوي چې د کال په اوږدو کې څو ځله مرستې ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د دوی اړتیاوې په مناسب ډول پوره کیږي.

په راپور کې راغلي چې د اوچا سره د نړیوالو تړونونو پر بنسټ ځینې ادارې د کال په دویمه ربع کې د مالي تعقیب خدماتو (اېف ټي اېس) ته د خپلې بودیجې تازه راپور ورکوي. په پایله کې به د بودیجې سطحې په ډېر دقت سره د غبرګون او څارنې په دې موده کې منعکسې شي. سربېره پردې د جنوري په میاشت کې د متحده ایالاتو د بودیجې د کمښت اعلان شو او دا به یو څه وخت ونیسي ترڅو د بیا موندنې خدماتو کې منعکس شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د دغه سازمان همکاران به ګډو خدماتو د وړاندې کولو د هڅو په تمرکز سره د څو سکتوري اړتیاوو د ماهیت او کچې سره سم د خالیګاوو د تحلیل د تمرین، د سکتوري لاسرسي کچې محاسبې، او د لاس لاندې معلوماتو کې ډیر شفافیت او د خوړو د وېش د تفکیک په اساس د مرستې دورو مشخصولو ته ادامه ورکړي.

اوچا زیاته کړه چې د دوامداره بشري اړتیاوو او عملیاتي پیچلتیا په شرایطو کې د بشري ټولنې له لوري د ژوند ژغورونکو مرستو د وړاندې کولو او چمتو کولو لپاره د کافي بودیجې او انعطاف منونکو مالي سیسټمونو، د مرستندویه کارمندانو خوندیتوب ډاډمن کولو او اصولي بشردوستانه غبرګون ته اړتیا ده.

د دغه سازمان په باور دوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې کولی شي دغه مرستو او خدماتو ته لاسرسی ومومي چې دوی ورته اړتیا لري او افغان ښځینه بشري کارکوونکي کولی شي په خوندي، معنٰی لرونکي او ټولیز ډول په په غبرګون کې برخه واخلي.