افغانستان

معترضو ښځو د «ژورنالیزم جرم نه دی» کمپاین پیل کړ

په هېواد کې یو شمېر معترضو ښځو د افغان ښځو د اعتراضي خوځښتونو په ایتلاف کې د «ژورنالیزم جرم نه دی» تر سرلیک لاندې یو کمپاین پیل کړی. د دې کمپاین موخه د هغو خبریالانو د خوشې کولو ملاتړ کول دي چې د طالبانو لخوا په «خپل سر» نیول شوي او بندیان شوي دي.

دا افغانې ښځې وايي چې د دوی دا کار د بیان د آزادۍ د دفاع او د هېواد د خپلواکو او آزادو رسنیو د ملاتړ لپاره یوه هڅه ده.

د ښځو د اعتراضي خوځښتونو ایتلاف وايي چې د خبریالانو نیول د بیان د آزادۍ حق تر پښو لاندې کوي او طالبان د حقیقت ویلو څخه «ویره لري» له همدې امله دوی خبریالان نیسي.

په دې ایتلاف کې ښځینه معترضینې په دې باور دي چې د خبریالانو نیول «د حقیقت د غلي کولو او د عامه وجدان د خفه کولو هڅه ده.»

دوی د طالبانو له زندانونو څخه د خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او همداراز یې غوښتي چې د هېواد کې رسنۍ باید ازادې وي

معترضې ښځې زیاتوي چې طالبانو هغه کسان نیولي او بندیان کړي دي چې د خلکو د غږونو د منعکس کولو لپاره کار کوي او ټینګار یې کړی چې د خبریالانو غلي کول د «یو ملت غلي کول» دي.

د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیولو شمېرنې

ملګرو ملتونو په هغه راپور کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بشري حقونو دفتر لخوا د تېر کال په دسمبر کې خپور شو ویلي؛ چې په تېرو دریو کلونو کې په هېواد کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو لخوا د ګواښونو یا ډارولو، خپل سري نیولو او توقیف، ناوړه چلند، تعقیب او زنداني کولو له ۳۳۶ قضیو سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې د دې خبریالانو له ډلې څخه ۲۵۶ یې «په خپل سر» توقیف شوي چې ۲۴۹ یې نارینه او ۷ یې ښځې دي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې په هېواد کې ۱۳۰ خبریالان د «شکنجې او بد چلند» سره مخ شوي دي چې په کې ۱۲۲ نارینه او ۸ ښځې شاملې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې موده کې ۶۶ نارینه او ۹ ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکونکي د ګواښلو او وېرولو له پېښو سره مخ شوي دي.