په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړ کوونکې یوې ادارې «افغان ایوک» د امریکا کانګرس ته په ځانګړې توګه د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس برایان ماسټ، د کمېټې نورو مشرانو او امریکايي سناتورانو ته یو لیک لیکلی او له هغوی یې غوښتي چې د کانګرس په دواړو جرګو کې د دې اونۍ د بودیجې اورېدنې ناسته کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په حضور کې به ترسره شي افغان کډوالو ته چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي لومړیتوب ورکړي.
په لیک کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزیر روبیو سره د دې اونۍ اوریدنې ناسته د کانګرس لپاره یوه مهمه شیبه ده چې د لسګونو زرو هغو افغان متحدینو سره خپله ژمنه بیا تایید کړي چې لاهم د بیا میشتیدنې او ملاتړ په تمه دي. چې د ۲۱۲ زرو څخه ډېر کسان په افغانستان کې دننه او په لسګونه زره نور یې په نورو ۷۵ هېوادونو کې بند پاتې دي، د ااخلاقي مشرتابه خطر، ملي امنیت او د امریکا اعتبار کولی شي لوړ اوسي.»
په لیک کې ویل شوي چې د «اندورېنګ ویلکم» په څېر پروګرامونه چې تر اوسه پورې پلي شوي ترټولو خوندي او په بشپړه توګه تایید شوي کډوالۍ لاره ده چې زموږ د ژمنو درناوي او د هغو کسانو د ساتنې لپاره رامینځته شوي چې زموږ سره وو. دې پروګرام تر اوسه پورې نږدې ۷۶۰۰۰ کسان په متحده ایالاتو کې د قوي بین الحکومتي پلټنې او څارنې سره ځای پر ځای کړي دي. خو اوس، یو اندېښمنوونکی بدلون راغلی او د ټرمپ ادارې د اجرایوي اقدام له امله ودرول شوی دی.
له بل لوري د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د بیا میشتیدنې د هڅو همغږي کوونکی (کی یر) چې تر ۲۰۲۷ پورې د کانګرس لخوا واک ورکړل شوی و، لرې شوی شوی. سره له دې چې په افغانستان کې خطرناک شرایط شتون لري، د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله ساتنې پروګرام پای ته رسیدلی دی. د ۱۲۰۰ څخه ډېر کډوال په قطر کې چې ډیری یې د فعالو امریکایي سرتېرو د کورنۍ غړي دي په ناڅرګند حالت کې پاتې دي، او زرګونه افغان وګړي په پاکستان کې حتی وروسته له هغه چې متحده ایالاتو د دوی د خوندي کولو تړون لاسلیک کړ د ویستلو له ګواښ سره مخ دي.
د لیک په یوه برخه کې راغلي چې دا شاتګ دقیق په هغه وخت کې راځي چې دوامداره ښکیلتیا ته اړتیا ډېره ده. پداسې حال کې چې دا پرمختګونه په خاموشۍ سره مخ په وړاندې روان دي. په لیک کې راغلي: «اوس د دې وخت دی چې دا اندیښنه په نظارت بدله کړو.»
افغان ایوک د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې د دې اونۍ د بویجې اوریدنې په ناسته کې «د ایندورینګ ویلکم» په اړه «روښانه پوښتنې» وکړي چې ولې یو بریالی او خوندي پروګرام په ټپه دریدلی دی، د قانوني او دوامداره ماموریت سره سره د کی یر ټیم کمېدونکی رول، د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د کورنیو د بیا یوځای کېدو په اړه په چټکۍ سره د عمل کولو کې پاتې راتلل، د امریکا د پوځي کورنیو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو لپاره د «لنډمهاله ساتنې» حالت د پای ته رسولو اغېز، د هېواد شرایطو سره یې د سمون څرنګوالی، د افغان اس آی وي واحد عملیاتي ظرفیت او راتلونکی، له پاکستان څخه د امریکا پورې تړلو افغان کډوالو د ویستلو اندېښنې، او پرته له کوم غږ غوږ د طالبانو سره اړیکې د امریکا ارزښتونه او زموږ نړیوال دریځ کمزوری کوي.
ورته مهال د افغان ایوک رئیس، شان واندایور په خپله اېکس پاڼه کې د دې لیک په خپرولو سره هیله څرګنده کړې چې د امریکا د کانګرس دیموکرات او جمهوري غوښتونکي غړي دې مسئلې ته د دواړو مجلسونو د بودیجې اوریدنې په جریان کې پوښښ ورکړي.