افغانستان

سرچینې: په هرات کې د طالبانو د هوايي ځواک یو غړی ووژل شو

په فراه ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د دفاع وزارت د هوايي ځواک د قوماندې یو غړی چې «محمدالله شاهین» نومېده، د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

د سرچینو په وینا؛ ښاغلی شاهین په اصل کې د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ اوسېدونکی و او د پېښې پر مهال په زنده جان ولسوالۍ کې اوسېده.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي آمو ته وویل چې د هغه له وژلو وروسته، بریدګرو د هغه وسله، ګرځنده تلیفون او موټر هم له ځان سره بېولي.

سرچینې زیاتوي: «دا لا څرګنده نه ده چې دا کار چا ترسره کړی.»

تر اوسه هېڅ ډلې یا کس د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

طالبانو هم دا پېښه تایید کړې ده.