د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینه آمو ته ویلي چې ممکن سبا سه شنبه د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشي چې امیر خان متقي به پکې برخه واخلي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار نن چین ته تللی دی. سربېره پردې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم چین ته د خپل سفر اعلان کړی.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول دې موضوع ته غبرګون نه دی ښودلی. په ورته وخت کې په پاکستان کې یوې خپلواکې سرچینې آمو ته ویلي اسلام آباد هڅه کوي چې دا درې اړخیزه ناسته سبا ترسره کړي.
ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: «د پاکستان د لمړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر (اسحاق دار) به په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، او همدارنګه د چین د کمونیست ګوند د مهمو غړو په ګډون د نورو لوړ پوړو چینایي مشرانو سره ټولیزې او هر اړخیزې خبرې اترې وکړي. دا لیدنې به په اوسنيو سيمه ييزو پرمختګونو او د پاکستان او چين د اړيکو په بېلابېلو اړخونو تمرکز وکړي.»
سربېره پردې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم په ایکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي چې هغه هم چین ته تللی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په دې اړه لیکلي: «د راولپنډۍ له نور خان هوايي اډې څخه بیجینګ ته الوتنه.»
پاکستاني رسنیو دا هم ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ وروسته به سیمه ییزه سوله او امنیت د دې درې اړخیزې غونډې محور وي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې ډن په یوه راپور کې راغلي: «ټاکل شوې ده چې پاکستان، چین او افغانستان (طالبان) د سه شنبې په ورځ (سبا) په بیجینګ کې درې اړخیزه خبرې اترې وکړي ترڅو د پاکستان او هند ترمنځ د پوځي کړکېچ په پایله کې د سیمه ییزې سولې او امنیت په اړه بحث وکړي.»
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې آمو ته وویل چې د طالبانو، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه ممکن سبا سه شنبه په بیجینګ کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په شتون کې ترسره شي. سرچینې د دې ناستې او چین ته د ښاغلي متقي د سفر دقیق وخت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د غویي په ۲۰مه د چین او پاکستان سفیرانو په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره درې اړخیزه ناسته وکړه. پرون (یکشنبه، د غویي ۲۸مه) د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ د طالبانو د وزیرانو ادري مرستیال سره د چین د سفیر د لیدنې خبر ورکړ.
د یادونې ده چې دا درې اړخیزه ناسته به په داسې وخت کې ترسره شي چې پاکستان په دوامداره توګه د خپل هېواد د ناامنۍ پړه پر طالبانو اچولې. اوس د کارپوهانو په باور د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ وروسته، اسلام آباد په افغانستان کې د هند د احتمالي نفوذ په اړه اندیښمن دی.
د کارپوهانو په وینا سربیره پردې چین، د هند او روسیې سره د خپلو سیمه ییزو سیالیو او د سیمې څخه بهر سیالیو په پام کې نیولو سره د افغانستان په مسئله کې د اغېزمن رول په لټه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د می په ۱۶مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمیټې د ۱۹۸۸، (۲۰۱۱) پریکړه لیک سره سم جوړه شوې ده، موافقه وکړه چې امیر خان متقي د سفر له بندیز څخه معاف کړي.
دا معافیت د روانې میاشتې له ۱۹مې څخه تر ۲۶مې پورې د چین خلق جمهوریت د بیجینګ او چینګدو ښارونو ته د هغه د سفر لپاره ورکړل شوی د دې سفر موخه د چین د لویدیځ شلم نړیوال نندارتون کې د نوموړي ګډون ښودل شوی.