افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان موضوع د «تهران فورم» ناستې مهم بحث دی

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سعید خطیب زاده وايي چې د افغانستان په اړه بحث د تهران د خبرو اترو فورم یا “تهران فورم” یو له مهمو موضوعاتو څخه دی.

هغه ټینګار وکړ چې په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي شتون د افغانستان په اړه د بحث اهمیت زیات کړ.

د تهران د خبرو اترو فورم چې د سیمې د مختلفو هیوادونو ۲۰۰ لوړ پوړو چارواکو او پلاوي پکې ګډون کړی و، پرون (شنبه، د ثور په ۲۷مه) پیل او د روانې میاشتې تر ۲۹مې به دوام وکړي.

ښاغلي خطیب زاده تر دې وړاندې د غونډې د جزئیاتو په اړه وویل: «د تهران د خبرو اترو فورم په ایران کې د نړیوالو خبرو اترو تر ټولو مهم پلیټ فارم دی، چې له څلورو لسیزو راهیسې په دې مرکز کې ترسره کیږي. د سیاسي مطالعاتو مرکز چې د اسلامي انقلاب ثمره ده د ډیپلوماټیکو شبکو یوه برخه وه او درې اړخیز کنفرانسونه یې له لسیزو راهیسې دوام لري.»

د یادونې وړ ده چې تېر کال د هغه پیښې له امله چې د ایران د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ابراهیم رئیسي د وژنې لامل شوه دا فورم ترسره نه شو. په دې فورم کې یو شمېر بهرنیو چارو وزیرانو، د حکومتونو استازو، سفیرانو او پخوانیو چارواکو او پوهانو ګډون کړی چې تمه ده په دوو ورځو کې به ۴۰ ناستې پکې ترسره شي.

له بل لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم پرون د یوه پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ.

نوموړي تراوسه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره لیدلي او دواړو خواوو د هېواد د کډوالو د وضعیت او د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه خبرې اترې کړې دي.