د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي چې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۳.۴ میلیونه کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي. د دې سازمان په وینا یوازې په تیره میاشت کې له پاکستان او ایران څخه له ۲۵۰ زرو څخه ډېر کډوال ایستل شوي دي چې لویه برخه یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
ملګري ملتونه افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې د راستنېدو بهیر باید په خپله خوښه وي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او ایران کې د کډوالو ژوند د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزمن کېږي. له کار څخه ګوښه کول، کډوالو سره همکارۍ په وړاندې ګواښونه، په زده کړو محدودیتونه، د ویزو نه تجدید، کور په کور تفتیش، جبري توقیف او شړل، او حتی پلان شوې باج اخستنې هغه کیسې دي چې هېوادوال یې د ایران او پاکستتن په اړه کوي.
پاکستان د نوي کال له پیل راهیسې د خپل هیواد د کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی او دا بهیر تر اوسه پورې په شدت سره دوام لري.
احصایې ښیي چې هره ورځ شاوخوا دوه زرو څخه تر درې زرو پورې کډوال په زور او په خپله خوښه له پاکستان څخه وځي.
د پاکستان څخه د کډوالو د جبري شړلو دوهم پړاو د مارچ په ۳۱مه د (ای سي سي) کارتونو لرونکو کډوالو د شړلو پروسې سره پیل شو. د پاکستاني چارواکو په وینا د (پي او ار) کارت لرونکي هم باید د جون تر ۳۰مې پورې له دې هیواده ووځي. تر اوسه پورې له ۱۴۵ زرو څخه ډېر کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي او د کډوالو د جبري ایستلو دریم پړاو به د جون له ۳۰مې وروسته پیل شي.
فرشته عباسي چې د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې ده، وايي: «د کډوالو جبري ویستل زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده افغانستان ته له راستنېدو وروسته کډوال له خپلو بشري حقونو څخه بې برخې کېږي. د دې کډوالو یوه لویه برخه د بېرته راستنېدو په صورت کې د طالبانو له خوا د ګواښونو او زنداني کېدو له خطر سره مخ دي.»
له بل لوري ایران هم د افغان کډوالو د جبري ایستلو شدت زیات کړی د راپورونو پر بنسټ ایران د ۲۰۲۴ کال د مارچ او ۲۰۲۵ کال د مارچ ترمنځ له ۱.۲ ملیونو څخه ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي دي.