افغانستان

د بشردوستانه مرستو په وېش کې د روڼتیا له نشتوالي د خلکو شکایت

په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، ډېری کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ځینو نور له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوې او اوس په سخت وضعیت کې ژوند کوي. یو شمېر هېوادونو له بې ځایه شویو خلکو د ملاتړ په موخه خپلې بشردوستانه مرستې زیاتې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام او سرې میاشتې ټولنه د نورو مرستندویه بنسټونو ترڅنګ هغه ادارې دي چې له افغانانو سره تر ډېره بشردوستانه مرستې کوي. له بلې خوا، یو شمېر هېوادوال د دغو مرستو له ناعادلانه وېش څخه شکایت لري.

حمید الله د کابل اوسېدونکی دی. هغه په کابل کې د یوې چاودنې له امله خپله یوه پښه له لاسه ورکړې او د یوې اته کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري.

هغه وایي چې د استوګنې په ځای کې یې څو ځله د مرستې لپاره د سیمې د اوسېدونکو نوملړ برابر شوی؛ خو د پېژندګلوۍ او واسطې نه لرلو له امله یې نوم نه دی پکې لیکل شوی او مرستې یوازې له هغو کسانو سره کېږي چې له طالبانو سره پېژندګلوي ولري او یا د ګذر د وکیلانو خپلوان وي.

حمید الله وایي: «موږ وینو او اورو چې له افغانستان سره ډېرې مرستې شوې؛ خو څوک زموږ غبریبانو په فکر کې دي؟ باور وکړئ په داسې شرایطو کې یم چې ویل یې سخت دي، څو ورځې کېږي په کور کې اوړه نه لرم او ماشومان مې وږي دي، مجبور شوم چې دروېزې ته مخه کړم بله چاره نه وه راته پاتې.»

د جمهوریت د پاشل کېدو په لومړیو کې افغانستان ته زیات شمېر بشري مرستې راورسېدې، د خوراکي توکو د وېش ترڅنګ، نغدې پیسې هم ددغو مرستو په نوملړ شاملې وې. د مالوماتو له مخې، د ځینو هېوادوالو لپاره د مرستندویه بنسټونو له خوا کارتونه وېشل شوي چې لروونکي یې د میاشتې تر دوه سوه ډالر ترلاسه کوي؛ خو خلک ددغو مرستو په وېش کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري، داسې ښکاري چې دغو مرستو د خلکو په ژوندانه کې هېڅ د پام وړ بدلون نه دی راوستی.

لعل محمد د مزارشریف اصلي اوسېدونکی دی او د وروستیو جګړو له امله له هلمنده کابل ته کډه شوی او د کابل ښار په یوه برخه کې توکي پلوري، هغه وايي چې ورځني عواید یې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ دي چې د یوې پينځه کسیزې کورنۍ لپاره بسنه نه کوي.

د لعل محمد په وینا مېرمن یې ناروغه ده، خو سره له دې هم د مجبورۍ له امله د خلکو په کورونو کې جامې مینځي ترڅو ورځنی ژوند پرمخ بوزي.

لعل محمد زیاتوي: «په مزار کې زموږ ژوند ښه و، له بدلونونو وروسته اړ شوو چې کابل ته راشو، د کور وسایل مو وپلورل، دلته موږ هم ژوند په سختۍ سره تېرېږي، له موږ سره له هېڅ بنسټ څخه مرسته نه ده شوې. وینو چې خلک مرستې ترلاسه کوي؛ خو نه پوهېږو چې څه ډول؟ هېچا زموږ د حال پوښتنه نه ده کړې. څو ځله سرې میاشتې ته ورغلم؛ خو د ننوتلو اجازه یې رانه کړه.»

سخي د کابل په دشت برچي سیمه کې اوسېږي، هغه په کراچۍ سره د هټۍ والو توکي لېږدوي او لږ عاید لري. نوموړی وایي: «له سهاره تر ماښامه د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره د واټ ترڅنګ درېږم او ځینې شپې تش لاس کور ته ستنېږم، تراوسه مې مرستې نه دي لیدلې چې تورې دي که سپینې.»

هېڅ بنسټ د مرستې رسولو په بهیر کې د لاسوهنې حق نه لري

له بلې خوا، په افغانستان کې یو شمېر مرستندویه بنسټونه د مرستو د وېش بهیر پر روڼتیا ټنیګار لري. د خوړو د نړیوال سازمان د افغانستان برخې ویاند وحید الله اماني وایي چې ځانګړی پروګرام لرو، د ۲۰۲۱ کال له پیله تر اخره موږ د ۱۴ میلیونه وګړو سره مرستې کړې او په هغو بدلونونو سره چې د تېر کال په اګست میاشت کې رامنځته شول دغې ادارې خپلې مرستې ګړندۍ کړې.

هغه په دوام وویل: «دغه اداره توانېدلې ۱۵ میلیون اړمنو کسانو سره مرسته وکړي او په ټوله کې تر ۲۰۲۲ کال پورې ۲۱ میلیون تنو ته مرستې وېشل شوې دي.»

ښاغلي اماني دې ته په اشارې چې دغه مرستې ۱۷۰ میلیون افغانیو ته رسېږي، څرګنده کړه چې دا مرستې په نقدي او غیرنقدي توګه اړمنو ته وېشل شوې دي.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ویاند په خبره د دغه بنسټ بشردوستانه مرستې له نورو نړیوالو او د خلکو د استازو بنسټونو سره په همغږي ترسره کېږي. هغه زیاته کړه: «موږ د مرستې رسوونې په پروګرام کې هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو. له همدې امله موږ د اړیکې یوه وړیا شمېره اعلان کړې ترڅو خلک خپل شکایتونه ثبت کړای شي.»

د افغانستان سره میاشت په افغانستان کې یو بل مهم مرستندویه بنسټ ګڼل کېږي چې تل په افغانستان د طبیعي پېښو له زیانمنو سره مرسته کوي. د دغه بنسټ مسوولان هم وایي چې دغه اداره د مرستې رسوونې په بهیر کې چا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

افغانستان کې د سرې میاشتې ادارې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی وایي، چې د دغه بنسټ مرستې په څو ډوله دي چې خلکو سره رسېدلي زیان ته په پام مرسته ورکول کېږي او دغه مرستې په عادلانه توګه د حکومت (د طالبانو ادارې) له لاسوهنې پرته وېشل کېږي.

هغه ټینګار وکړ: «موږ تېر یوه کال کې یو نیم میلیون اړمنو ته مرستې ووېشلې. په دغو مرستو کې خوراکي توکي، د ژوند لومړني توکي او نقدې پیسې شاملېږي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اړمنو ته ورکړل شوې دي. په هغه سروې کې چې ترسره کېږي د سیمې نفوذ لرونکو کسانو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو.»

د آمو تلویزیون خبریال هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د استازو نظر هم ولري؛ خو له ډېر اړیکو سره پر دغه کار بریالی نه شو.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له وروستیو طبیعي پېښو وروسته په هېواد کې د اړمنو شمېر زیات شو. لوګر ولایت کې وروستیو سېلابونو او پکتیکا او خوست کې زلزلې د خلکو هرڅه له منځه یوړل. سره له دې چې دغو سیمو ته مرستندویه بنسټونه رسېدلي دي؛ خو د دې سیمې اوسېدونکي وایي چې مرستې بسنه نه کوي.