قزاقي چارواکو د پنجشنبې په ورځ په آستانه کې د اوبو د امنیت په نړیواله غونډه کې خبرداری ورکړ چې د قوش تیپې کانال جوړول کولی شي د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د اوبو جریان کم کړي او د سیمې د چاپیریال ناورین لا پسې زیات کړي.
د قزاقستان د اوبو سرچینو او اوبو لګولو مرستیال وزیر، اسلان عبدالرحیموف، د “ارال غونډې” په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې افغانستان ممکن د آمو سیند د جریان تر ۳۰ سلنې پورې واړوي.
د هغه په وینا، دا نه یوازې د ترکمنستان او ازبکستان د اوبو سرچینې کمولی شي، بلکې د سیر دریا سیند جریان هم کمولی شي چې قزاقستان ته رسیږي.
هغه وويل: «په اوږد مهال کې، د سير دريا سيند د جريان کمښت احتمال لري او دا حالت به په ارال سمندر اغېز وکړي چې له کلونو راهيسې له بحران سره مخ دی».
که څه هم قزاقستان له افغانستان سره مستقیمه پوله نه لري، خو د دغه هېواد چارواکي وايي چې د پروژې غیر مستقیمې اغیزې کولی شي په ټوله سیمه کې د اوبو امنیت وننګوي.
د قزاقستان د بایتاق ګوند مشر ازاماتخان امیرتایف هم دا اندیښنه یاده کړه او ویې ویل چې د قوش تیپې کانال ته د اوبو اړول ممکن ازبکستان دې ته اړ کړي چې د سیر دریا سیند څخه ډیرې اوبه راوباسي چې په پایله کې به د قزاقستان ونډه کمه کړي.
هغه وويل: “که د آمو سیند د ۲۵ څخه تر ۵۰ سلنې پورې اوبه وګرځول شي نو ازبکستان او ترکمنستان به لږې اوبه ترلاسه کړي او دا کولی شي قزاقستان ته د سیر سیند په جریان کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کمښت راولي.” “موږ له یوه احتمالي چاپیریالي او بشري ناورین سره مخ یو.”
امیرتایف ټینګار وکړ چې دا مسئله همکارۍ ته اړتیا لري نه مقابلې ته، هغه وويل: «موږ دلته د نيوکې کولو لپاره نه يو، بلکې د کورنيو او نړيوالو کارپوهانو په شتون کې د رغنده حل لارې موندلو هڅه کوو».
دا څرګندونې د «د اوبو امنیت او د اوبو سرچینو څخه د پولې هاخوا کارول، ننګونې او حل لارې» په غونډه کې وشوې د اوبو د کمېدونکو سرچینو د مدیریت او د چاپیریال د سقوط د مخنیوي لپاره د ګډو حل لارو د پراختیا په موخه د لوړې کچې غونډه.
په دې غونډه کې د طالبانو، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکیې، اسراییل او نورو هیوادونو استازو هم ګډون کړی و، د غونډې تمرکز په ټوله منځنۍ اسیا کې د اوبو سرچینو د عادلانه کارونې لپاره د عملي میکانیزمونو رامینځته کول وو.
د ارال سمندرګي د بحراني حالت په پام کې نیولو سره – چې یو وخت د نړۍ یو له لویو جهيلونو څخه و – کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا سیمه نور د خپل نازک اوبو سیسټم لپاره بله لویه ګډوډي نشي زغملی.
د قزاقستان چارواکو په پای کې وویل چې یوازې یو همغږی سیمه ییز غبرګون کولی شي د بحران د زیاتېدو مخه ونیسي ځکه چې د اقلیم بدلون او د قوش تیپې کانال په څېر پروژو د محدودو اوبو سرچینو باندې فشار زیات کړی دی.