د طالبانو له خوا د اشخاصو د بدني سزا په دوام په غزني او پروان ولایتونو کې د «زنا او لواطت» په تور د یوې ښځې په ګډون اووه کسان په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په دوو جلا مطبوعاتي اعلامیو کې وویل چې دوی هر یو دغه کسان د ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو وهلي او له دریو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې په بند یې محکوم کړي دي.
د دې خبري راپورونو له مخې طالبانو د سترې محکمې له تصویب وروسته اووه کسان په عامه توګه مجازات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې طالبانو په لوګر، بدخشان، پروان او غزني ولایتونو کې د “لواطت، زنا او نامشروع اړیکو” په تور د یوې ښځې په ګډون ۱۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
طالبانو یوازې د تېر کال په وروستیو دریو میاشتو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له دوه سوو څخه ډېر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي چې ۳۰ یې ښځې وې.
د طالبانو د سترې محکمې له خوا چمتو شوي احصایو څخه د آمو موندنې ښیي چې په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو لخوا له ۷۹۸ ډېر کسان، چې ۱۴۰ یې ښځې دي په دُرو وهل شوي دي.
سربېره پردې په تېرو دریو کلونو کې طالبانو د ۱۷۶ کسانو په وړاندې د قصاص سزاګانې، د ۳۷ کسانو په وړاندې د سنګسار سزاګانې او د څلورو کسانو په وړاندې د دیوالونو نړولو سزاګانې صادرې کړې دي.
طالبانو دغو کسانو ته د زنا، له کوره د تېښتې، لواطت، غلا او د شرعي قانون پر ضد عمل کولو په تور سزا ورکړې ده.