په مزار شریف ښار کې د ترکاڼۍ کسب چې یو وخت ډېر بریالی کسب ګڼل کېده، دا مهال پر ځوړ روان او مخ په کمېدو دی.
د دغه ښار ترکاڼان د لرګیو د محصولاتو د خرڅلاو د جدي کمښت په اړه شکایت کوي.
دوی وايي د خلکو اقتصادي کمزورتیا او د ودانیزو پروژو نشتوالي د دوی د لرګیو محصولاتو پلور خورا کم کړی او دا چاره د خلکو د بې ثباته اقتصادي وضعیت مستقیمه پایله ګڼي.
په مزار کې ترکاڼ ګل اغا علي زاده وایي: «د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او دا زموږ د بازار د بې ثباتۍ لامل شوی دی. خو بیا هم، بوخت پاتې کېدل له بې کاره پاتې کېدو غوره دي.»
احمد فردین فیضي، چې له لسو کلونو زیات د خپل پلار او وروڼو سره په ورته کار بوخت دی، وايي له اغزنو لرګیو دروازې جوړوي.
نوموړی زیاتوي: «که پیرودونکي ځانګړی فرمایش ورکړي، موږ چمتو یو د دوی د غوښتنو سره سم یې چمتو کړو.»
ویل کیږي د ودانیزو پروژو کمښت او د خلکو د پیرودلو ځواک کمیدل د ترکاڼۍ کارخونو د دوام لپاره یو جدي ګواښ دی.
په تیرو دریو کلونو کې، د عامه عاید ټیټوالي او پراخې بې کارۍ ډیری دودیز مسلکونه، په ځانګړې توګه لاسي کسبونه لکه ترکاڼي د کمیدو له ګواښ سره مخ کړې ده.