افغانستان

بامیان کې د سیلانیانو د تګ راتګ په هکله د طالبانو شک پارونکې شمېرې

بامیان د طبیعي ښکلاوو او ارزښتمنو لرغونو سیمو په لرلو سره د افغانستان د ګرځندوی مهم ښار ګڼل کېږي چې هر کال له ټول هېواده او له افغانستانه بهر لسګونه زره کسان د بند امیر، د بودا ویجاړ شویو بتانو او د نورو لرغونو سیمو د لیدنې لپاره بامیان ته ځي. سیلانیان د کال په څلورو موسمونو کې له بامیان څخه د لیدنې لپاره دغه ښار ته راځي.

بامیان کې د طالبانو د کرنې ریاست چې د بندامیر ملي پارک مسوولیت لري وایي، چې تېرو ۱۲ میاشتو کې نږدې ۱۰۸ زره کسان له دغه ځایه لیدنه کړې ده او ډېری نندارچیان د اختر په شپو ورځو کې له دغه ځایه لیدنه کوي.

د بندامیر عمومي دروازه هر کال داوطلبۍ ته وړاندې کېږي او هر څوک یا شرکت چې ترټولو زیات وړاندیز وکړي قرارداد ورسره کېږي. دغه شرکت ترانسپورتي وسیلې ته په پام له ۵۰ تر ۷۰۰ افغانیو د دننه کېدو حق اخلي.

د بودا ویجاړ شوي بوتان، غلغله او ضحاک ښار د بامیان نور لرغوني ځایونه دي، چې هر کال زیات شمېر سیلانیان یې لیدنې ته ورځي. د دغو سیمو مدیریت د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر غاړه لري چې سږ کال د طالبانو په لاس کې دی.

دغه ریاست وایي، چې تېرو شپږو میاشتو کې له دغه لرغوني ځای څخه نږدې یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ لاسته راغلې؛ خو تر اوسه روښانه نه ده چې په دغه موده کې څومره سیلانیانو له دې سیمې لیدنه کړې ده.

په هېواد کې د ګرځندوی وضعیت خراب شوی دی

د ګرځندوی برخې کارپوهان ټینګار کوي چې بامیان ولایت د ګرځندوی لوړ ظرفیت لري؛ خو هغوی اوسني کړکېچن وضعیت ته په پام ښه څارنه نه لري.

د بامیان په پوهنتون کې د ټولنپېژندنې استاد او د ګرځندوی صنعت برخې فعال محمدرضا ابراهیم په دې نظر دی چې په بامیان او افغانستان کې د ګرځندوی وضعیت له ستونزو سره مخ دی او د پراختیا لپاره یې جامع پروګرام نشته.

ښاغلی ابراهیم د ګرځندوی اوسنی وضعیت او په بامیان کې له ظرفیت څخه کار اخیستل «بې ثباته ګرځندویي» بولي.

د بامیان پوهنتون دغه استاد وایي: «په روان کال کې له بندامیر څخه تر ۱۰۰ زره تنو د زیاتو کسانو ننداره کېدای شي حقیقت ولري؛ خو دا چې دغه چاره د بامیان د ګرځندوي وضعیت لپاره څومره ارزښتناکه ده او د سیلانیانو د پرمختګ په ګټه مدیریت شوی دی، د پوښتنې وړ ده.»

هغه ټینګار کوي، چې د ګرځندوي وضعیت د ودې لپاره اړتیا ده، چې خنډونو ته پاملرنه وشي.

رضا ابراهیم وړاندیز کوي، چې باید د ګرځندوی وضعیت په برخه کې د پانګونې لپاره خصوصي برخه وهڅول شي او اوسمهال په دې برخه کې د خصوصي برخې لاسوهنه کمه ده.

اخوا، د ملي او ځایي کارکوونکو په باور اړوند سازمانونه او خلک باید د ګرځندوی وضعیت لپاره کره روزنې ترلاسه کړي.

د طالبانو واکمني؛ فرصتونه او اندېښنې څه دي؟

د بامیان په پوهنتون کې استاد رضا ابراهیم باوري دی چې بامیان کولای شي د ګرځندوی صنعت په برخه کې ډېره وده وکړي. غوره طبیعت، لرغونې سیمې او د خلکو بومي فرهنګ هغه مسایل دي، چې د هغه په ټینګار په بامیان کې یې د زرګونه سیلانیانو د جذبولو زمینه یې برابره کړې ده.

د هغه په وینا، دا فضا د کال په څلورو موسمونو کې برابره ده چې توانېدلې دغه چاپېریال له ټولو ښارونو څخه څېړونکو ته چمتو کړي.

خو اوس چې د طالبانو له بیا واکمنۍ تر یو کال زیاته موده کېږي په دې برخه کې کومې اندېښنې او فرصتونه شته؟

د پوهنتون استاد رضا ابراهیم په دې اړه وایي، چې د ګرځندوی صنعت په برخه کې په مخکیني حکومت کې هم ډېرې ستونزې وې؛ خو د مخکیني دولت په دولتي ادارو کې د ګرځندوی صنعت په مسایلو کې حساسیتونه زیات وو.

خو اوسمهال ډېری قوانین، پالیسۍ او اړیکې وضاحت نه لري او اوسنی وضعیت پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنۍ سره د ټولو اړیکو اغېز دی.