افغانستان

د جبل‌السراج شاهي ارګ؛ لرغونی ځای یا پوځي مرکز

The Jabal Saraj Palace in Parwan. July 2021.

تر یوه کال زیاته موده کېږي چې طالبانو په پروان ولایت کې جبل‌السراج شاهي ارګ پر خپل پوځي مرکز بدل کړی دی.

دوې باوري سرچینې د آمو تلویزیون له خبریال سره په خبرو اترو کې وایي چې د مخکیني حکومت له پرځېدو راهیسې، د طالبانو یوه ۴۰۰ کسیزه ډله جبل‌السراج شاهي ارګ چې په پروان ولایت کې یو لرغونی ځای دی، پر خپل پوځي مرکز بدل کړی دی او تر اوسه په دغه لرغوني ځای کې څو ځله د مقاومت جبهې له ځواکونو سره نښتي دي.

دغه سرچینې زیاتوي: «طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې ارګ ته دننه شي او له دغه ځایه لیدنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې د سیمې خلک هلته پر کار بوخت وو او اوس هغوی هم وزګار شوي او روښانه نه ده چې دغه لرغونی ځای څه حال لري.»

په همدې حال کې د پروان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس‌الحق مبشر آمو تلویزیون ته وایي، چې هغوی څو ځله کابل کې د طالبانو رییس الوزرا ته لیک لېږلی دی ترڅو هغوی د ګرځندوی دغه مرکز تش کړي او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته یې وسپاري؛ خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغوی زیاتوي: «موږ څو ځله مکتوب ولېږه چې د جبل‌السراج شاهي ارګ اطلاعاتو او کلتور ته وسپاري؛ خو تر اوسه نه دی ورسپارل شوی.»

پروان ولایت کې یوه خبره سرچینه آمو تلویزیون ته وایي چې تېر کال دغه ولایت ته هېڅ بهرنی سیلانی نه دی ورغلی او د تېر کال په پرتله د کورنیو سیلانیانو په شمېر کې هم ۷۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د جبل‌السراج شاهي ارګ ۱۱۱ کال مخینه لري او د شاه امان الله خان د پلار امیر حبیب‌الله په موده کې په پروان کې جوړ شوی دی.

دغه شاهي ارګ پر ۳۶ جرېبه ځمکه جوړ شوی او د تیموریانو او غوریانو دورې په ودانیزه کړنلاره بیارغول شوی دی. دغه ماڼۍ دوې ودانۍ او ۱۵۰ لویې او کوچنۍ خونې لري.