افغانستان

د کاپيسا په یوه کلي کې د کورونو پلټنې؛ خلک له خپلو جنګي توکو سره غره ته ولاړل

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ ګیاوه کلی

طالبانو د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په ګیاوه”‌ کلي کې د کورونو پلټنې پيل کړې چې د یادې سیمې د اوسېدونکو له غبرګون سره مخ شول.

دوې باوري سرچینې آمو تلویزیون ته وايي چې طالبان پرون د کورونو د پلټنې په نیت د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ ګیاوې سیمې ته تللي او کله چې د دې سیمې اوسېدونکي د کورونو له پلټنې خبر شول، له خپلو جنګي توکو سره غرونو ته ولاړل او د طالبانو پر ضد یې سنګر ونیوه.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو دغې سیمې ته د دننې کېدو پرمهال ۶ تنه نیولي او له ځان سره یې بېولي دي. همداراز د طالبانو له خوا د خلکو ځورول هم دوام لري.

د ګیاوې سیمې اوسېدونکی نعمت الله د آمو تلویزیون له خبریال سره په ټلیفوني اړیکه کې وویل: «طالبان پرون ګیاوه درې تنه دننه شول او کور په کور تلاشي یې پيل کړه. د دې سیمې ټول خلک وسلې لري. موږ غرونو ته تللي یو او خپلې وسلې چا ته نه ورکوو او په همدې حال کې موږ د عامه امنیت په ګډوډولو، غلا او نورو ناوړه کړنو کې لاس نه لرو.»

هغه دوام ورکړ: «زموږ سیمه ارامه ده؛ خو که طالبان د کورونو پلټنې ونه دروي، پروړاندې یې جنګېږو.»

په همدې حال کې د کاپيسا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي ضیا‌‌‌ءالحق د آمو تلویزیون خبریال ته وویل، چې د هغوی ځواکونو په دغه سیمه کې هېڅ ډول ځانګړي عملیات نه دي کړي. هغه زیاته کړه: «ځانګړي عملیات د قوماندانۍ په مشرۍ نه دي شوي، هلته موږ یوه لوا لرو شاهد هغوی دې ځای ته ورغلي وي.»

ګیاوه د کاپيسا ولایت لیرې پرته او غرنیزه سیمه ده چې ډېری اوسېدونکي یې وسلې لري او هر ځای ته ان ښوونځیو ته یې له ځان سره لېږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوریت په دوره کې هم د دغې سیمې له خلکو د جنګي توکو د اخیستو لپاره هڅې شوې چې نه دي بریالۍ شوې.