افغانستان

ننګرهار کې ځوانان کور په کور د ښوونځي کتابونه راټولوي

ننګرهار کې یو شمېر رضاکاره ځوانانو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کور په کور د کتاب راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

دوی وایي، له دې کمپاین څخه یې موخه د هغو کتابونو راټولول دي، چې په کورونو کې الماریو کې ايښې او نه لوستل کېږي.

په بټي کوټ ولسوالۍ کې د لاجپور او مشواڼو لېسې ښوونکی عبدالرحمن وایي، په دې کمپاین کې تر ډېره ټینګار د ښوونځیو پر کتابونو دی؛ ځکه اړتیا ورته ډېره ده.

نوموړی وایي: «موږ دا کمپاین د خدای د رضا لپاره له دې امله پیل کړی، چې کلونه مو په ښوونځیو کې د کتابونود کمښت ستونزه هواره نه شوه. اوس هغو کورونو کې چې د ښوونځي کتابونه پکې بې ځایه او بې ګټې ايښي راټولوو او ښوونځیو ته یې ورکوو او پاتې نور بیا عامو کتابتونو ته لېږو.»

د عبدالرحمن په وینا، تر دې دمه سلګونه کتابونه را ټول شوي او هڅه کوي، چې دغه بهیر ته دوام ورکړي.

دغه راز بیا په کوټ ولسوالۍ کې د وسیم خان په مشري دا کمپاین پیل شوی.

دی وایي، تر ۱۰۳۱ ټوکو زیات بېلابېل را ټول شوي کتابونه یې د پوهنې امریت ته سپارلي او هڅه کوي، چې دوام ورکړي.

نوموړی پر ټولو ځوانانو غږ کوي، چې په خپلو سیمو کې د کتابونو د راټولولو په کمپاین کې برخه واخلي او د راتلونکي نسل په سالمه روزنه کې مرسته وکړي.

عام خلک هم د دې کمپاین ستاینه کوي او هر وګړی د دې کمپاین په لیدو د خوښۍ احساس کوي.

د ویلو ده، چې د ولسوالیو اوسېدونکي منګل او شېرمحمد له آمو سره په خبرو کې وویل، چې دوی له خبرېدو سره د خپل کور او شاوخوا ګاونډیانو په کورونو کې شته کتابونه ټول د کمپاین مسوولینو ته وسپارل.

دوی زیاتو: «دا د خوشحالۍ خبره ده، دا کتابونه په کور کې یا بېځایه پراته وو او یا به سوځول کېدل، خو شکر اوس مو دوی ته وسپارل، چې په ښوونځیو کې یې زده کوونکي ولولي.»

د قلم خاوندان هم د دې کمپاین پیل یو غوره اقدام بولي.

دوی وایي په دې سره به د کتاب ارزښت زیات او په کورنیو کې دا فکر پیدا کېږي، چې له دې وروسته کتاب کتابتون او یا ښوونځیو ته وسپاري.

د پوهنتون استاد هارون هلال وایي: «غوره اقدام دی، ډېری کورنۍ د کتاب په ارزښت نه پوهېږي، یا یې سوځوي او یا یې د کور په یوه څنډه کې غورځولی وي. په دې کمپاین سره به دوی د کتاب له ارزښته خبر شي.»

د یادولو ده، چې د ننګرهار په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښوونځیو د کتابونو د کمښت شکایتونه موجود وو، خو حل لار ورته پیدا نه شوه.

د نظر خاوندان وایي، د پوهنې ریاست باید د دې اقدام ستاینه او ملاتړ وکړي ترڅو دا چاره پياوړې او ورسره به د کتابونود کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شي.

دوی وایي که له دې سره سره د پوهنې وزارت په ټولو ولایتونو کې دا ډول کمپاینونه په لار واچوي، لرې نه ده، چې د مطالعې د ارزښت د لوړوالي ترڅنګ به د کتاب او کتابتون مینه وال هم زیات شي.