افغانستان روغتیا

تېره یوه میاشت کې هرات کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو زیاتوالی

د هرات په حوزه یي روغتون کې ناروغان

د هرات په حوزه یي روغتون کې مسوولان په تېره یوه میاشت کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو له ۱۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د هرات د حوزه یي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي وایي چې یوازې د روان کال په زمري میاشت کې دغه روغتون ته د ترافیکي پېښو ۹۰۰ قربانیان لېږدول شوي، چې د هغوی پنځه تنه مړه شوي دي.

د هرات د حوزه یي روغتون سرطبیب زیاتوي چې له دغو ۹۰۰ کسانو، ۱۷۴ یې ښځې وې او ډېری دغه کسان په ښاري ترافیکي پېښو کې ټپیان شوی وو.

ویل کېږي چې هره ورځ په معموله توګه ۲۰ ټپيان د هرات ولایت حوزه یي روغتون ته لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هرات کې د ترافیکي پېښو شمېر د تېر کال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله دوه برابره دی.

د هرات ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې له ترافیکي پېښو او د قربانیانو له زیاتېدو یې د اندېښنې په څرګندلو وایي چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ډېر ګړندیتوب او د واټونو خرابوالی د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه دي.

هغوی ټینګار کوي چې د ترافیکو مدیریت باید په دې برخه له غیرمجاز ګړندیتوب څخه مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.

د هرات ښار اوسېدونکی نظر محمد وایي: «له بده‌مرغه خلک د موټر چلوولو پرمهال بې احتیاطي کوي. په ښار کې دننه موټرسایلکونه خپلو ماشومانو ته ورکوي چې دا خپله د ترافیکي پېښو لامل ګرځي. بله ستونزه دا ده چې ډېری موټر چلوونکي لیسنس (د موټر چلوولو جواز) نه لري او باید هغوی ته د موټر چلوولو اجازه ورنه کړل شي.»

له دې ټولو سره د هرات ولایت د ترافیکو مدیریت وایي چې په تېر یوه کال کې ۱۲۴ ترافیکي پېښې چې ډېری یې د دغه ولایت پر لویو لارو دي، له دغې ادارې سره ثبت شوې دي.

د هرات د ترافیکو مدیر ذبیح الله اکبري وایي: «تېر یوه کال کې په دغو پېښو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي او د دې پېښې د عاملینو دوسیې بشپړ او عدلي او قضایي بنسټونو ته لېږل شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده په روان کال کې نه یوازې په هرات کې؛ بلکه د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې او ځینې عوامل له دې جملې په ښار کې نامنظم ترافیکي سیستم او په لویو لارو کې د ترافیک پولیسو د څارنې نشتون په دې برخه کې د شمېرو د لوړېدو لاملونه دي.