ورزش

سیمه ییز ورزشونه؛ د خوښۍ لپاره غوره موکه

کندز کې غېږ نیولو، رسۍ کشولو او نورو سیمه ییزو او دودیزو لوبو د نندارچیانو پر شونډو موسکا خپره کړه.

د کندز ولایت د ورزشي امریت مسوولان وایي چې هغوی د پخوانیو او سیمه ییزو لوبو د دودلو په موخه چې هېرې شوې وې، هڅې پیل کړې او هره ورځ د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکي د وزګاري پرمهال د رسۍ کشولو، غورسي، توپ ډنډې، غېږ نیولو او نورو لوبو د نندارې لپاره راځي.

په کندز ولایت کې ورزشکاران د خوښي په څرګندولو وایي، ورزشي لوبې په اوسني وضعیت کې د داسې سیالیو د رامنځته کولو لپاره د ورزشکارانو هڅولو ته اړینې دي.

دغه ورزشکاران په دې ولایت کې له ورزشي مسوولانو غواړي چې له ورزش او ورزشکارانو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې د کندز څو تنه غېږ نیونکي د غېږ نیولو له سیالیو، چې د جمعې پر ورځ په دغه ولایت کې ترسره شوې د خوښۍ په څرګندولو وایي، چې موږ د دغو لوبو له امله هره ورځ تمرین کوو او هیله‌من یو چې موږ ته زمینه برابره شي ترڅو وکولای شو په بهرنیو سیالیو کې ویاړ وګټو.

د دغو لوبو د نندارې لپاره له نورو ولسوالیو او ولایتونو څخه خلک د کندز ولایت سپین زر چمن ته راغلي دي.

د کندز اوسېدونکي د ځوانانو ترمنځ د دغو پخوانیو لوبو له بیا ودې په هرکلي وایي، چې دغه لوبې د یو بل منلو کلتور د پياوړي کولو ترڅنګ د هغوی لپاره یوه ښه بوختیا ده او له نشه یي توکو څخه یې لیرې ساتي.

د کندز ولایت یو اوسېدونکی حاجي محمد وایي: «زه نن د غېږ نیولو ورزش د نندارې لپاره راغلی یم. په رښتیا هم د خوښۍ ځای دی، چې موږ په یوه ښه فضا کې له اندېښنو لیرې له خپلو وطنوالو سره لوبې له نږدې ګورو.»

د ویلو ده، چې د کندز ولایت اوسېدونکي په داسې حال کې د غېږ نیولو او رسۍ کشولو سیالیو له پيل څخه خوښي څرګندوي، چې هغوی په تېرو څو کلونو کې سختې جګړې تجربه کړې دي.