افغانستان

کندهار کې دوو رضاکاره ځوانانو د بې‌سوادۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې پيل کړې

د کندهار ولایت په پنجوائي او ډنډ ولسوالیو کې د نقيب الله اسحاق او عبدالنافع افتاب په نومونو دوو ځوانانو د خپلو کليو د ماشومانو لپاره درسي ټولګي جوړ کړي او هغوی ته په دوامداره توګه عصري او ديني زده کړي ورکوي.

نقيب الله اسحاق، چې د پنجوائي ولسوالۍ د تلوکان په سيمه کې د لومړی ځل لپاره د خپل کلي د ۴۵ ماشومانو لپاره، چې نيمایي نجوني دي درسي ټولګي جوړ کړي.

اسحاق وایي په کلي کې د ماشومانو لپاره د زده کړو د نشتوالي له امله يې دغه ګام اخستی.

«موږ د خپل احساس له مخي دغه اقدام کړی ترڅو بې سوادي له منځه يوسو، موږ ماشومانو ته هره ورځ په همدې ښوونيز مرکز کې درې ساعته د دوو ښوونکو له لوري عصري او دیني زده کړی ورکوو.»

اخوا، د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د شېرسرخ بابا په سيمه کې هم د عبدالنافع افتاب په نوم يو ځوان د خپل کلي څه باندي اتيا هلکانو او نجونو ته د شپې له پلوه د عصري زده کړو (پښتو، انګليسي، دري) زمينه برابره کړې.

افتاب وایي د خپل کلي د ماشومانو د روزلو لړۍ يې ځکه پیل کړه، چې په سيمه کې يې ښوونځی نشته او ماشومان یې له زده کړو بې برخي پاتي وو.

نوموړی د ورځي کار او د شپې خپل اضافي وخت د خپل کلي د ماشومانو په روزنه تېروي.

هغه وایي: «زه د ماښام له اذان وروسته دلته ماشومانو ته زده کړه ورکوم، ځای مناسب نه دی، خو مجبور يم، که څوک مرسته راسره وکړي، زه به ورته خپله ځمکه ورکړم.»

د سيمي اوسېدونکی او د زده کوونکو کورنۍ هم د زده کړو د دغو مرکزونو رامنځته کېدل د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره ګټور بولي.

دوی وایي د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره د هر راز ښوونيز خوځښت ملاتړ کوي.

بلخوا هغه ماشومان، چې د شپې له پلوه دلته تر شنه اسمان لاندې تر سختې ګرمۍ، دوړو او باد په شتون کې زده کړي کوي په خپل سيمه کې د ښوونځي د جوړېدو او نورو زده کړو غوښتنه کوي.

د مزلفې په نوم يوه زده کوونکې وایي: «موږ ښوونځی نه لرو، خو دلته بيا ګرد وي، ګرمي وي.»

د کندهار د پوهني رياست ویلي، چي دا مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسولیو کې تر ۶۰۰ زيات ښوونځي پرانيستي دي.