د آمو موندنې ښيي چې طالبانو له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې له څلوېښتو څخه زیات کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. همدارنګه څلور کسان یې اعدام کړي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو په اړه د آمو د څېړنو پر بنسټ، د وري میاشتې له پیل څخه د دې میاشتې تر ۲۸مې پورې، د هیواد په دیارلسو ولایتونو کې د اتو ښځو په ګډون څلویښت کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي، چې پنځلس یې نن یوازې په ارزګان کې وو..
