ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د وری ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال تر پایه به د افغانستان لس سلنه وګړي د امریکا د مرستو د بندېدو له امله له روغتیايي خدماتو بې برخې شي. دې سازمان ویلي، نږدې درې میلیونه کسان د ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو د بندېدو له امله سږ کال له روغتیایي خدماتو بې‌برخې پاتې شوي دي، او ۲۲۰ نور روغتیایي مرکزونه به هم د ۲۰۲۵ کال تر درېیمې ربعې پورې د بندېدو له ګواښ سره مخ شي.