افغانستان

د هېواد په لوېدیځ کې د داعش له حضور څخه د خلکو اندېښنه

The city of Herat. August 2022.

تېرو ورځو کې د لوېدیځ حوزې په ولایتونو کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) اړوند کسانو له وژل کېدو او د پټنځایونو له موندلو وروسته د ناامنۍ له پيل څخه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د هېواد د لوېدیځ حوزې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د هېواد په دې برخه کې د داعش حضور د اندېښنې وړ دی.

هغوی زیاتوي چې په فراه او هرات ولایتونو کې د داعش ډلې د څو غړو وژل کېدل او د ګڼو پټنځایونو موندل د دې ښکارندوی دی، چې داعش په رسمي توګه په لوېدیځ کې فزیکي شتون لري او ښایي په هېواد کې د ناارامۍ لامل شي.

هغوی ټینګار کوي، چې د طالبانو امنیتي مسوولان باید د امنیت د ټینګښت او د داعش ډلې د کسانو له منځه وړلو ته جدي پاملرنه وکړي.

د فراه ښار اوسېدونکی عبدالحلیم په دې اړه وایي: «موږ ډېر اندېښمن یو چې داعش ډله زموږ په حوزه کې شتون لري. که د داسې کسانو مخه ونه نیول شي ښایي په ټولو سیمو کې خپل نفوذ زیات کړي. حکومت (طالبان) باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.»

صبور چې په هرات ښار کې ژوند کوي د هرات ښار په ګازرګاه سیمه کې د جمعې ورځې برید ته په اشارې وایي: «په رښتیا چې دغه برید ډېر وېرونکی و، ټول خلک وېرېدلې وو. که وغواړو که ونه غواړو داعش اوس په افغانستان کې شتون لري او موږ له دې موضوع سخت اندېښمن یو طالبان باید د داعش مخه ونیسي.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې فراه کې د طالبانو امنیتي مسوولانو ویلي چې د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په دغه ولایت کې د داعش کسانو اړوند یو پټنځای یې موندلی او د دې ډلې یو لوړپوړی غړی یې وژلی دی.

د دغو مسوولانو په وینا، له دغه پټنځای څخه یو کلشینکوف، دوه میله تفنګچې، ۲۰ کیلو چاودېدونکي توکي، لس ډوله د ماین وسایل، یو اندازه مهمات او ځینې نور پوځي تجهیزات د طالبانو د امنیتي ځواکونو لاس ته رسېدلي دي.

اخوا د دې ترڅنګ د طالبانو د استخباراتو کسانو د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې په یو لړ عملیاتو کې د داعش ډلې درې کسان چې په یوه کورکې ځای پر ځای شوی وو، له نیولو وروسته ووژل.

پوځي کارپوه محمد نعیم غیور وایي: «که د هېواد نظام په سوله ییز ډول بدلون کړای وای او مخکیني نظام ناڅاپي سقوط نه وای کړای، اوس به په افغانستان کې داعش ډلې شتون نه درلود.»

هغه زیاتوي چې د سولې په خبرواترو کې د طالبانو نه هوکړه کول او د مخکیني حکومت سقوط او کړکېچونه هغه عوامل دي چې په افغانستان کې داعش ډلې مرکز پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره داعش ډلې پر ګڼو ځانمرګو بریدونو او چاودنو په ځانګړې توګه د هېواد په مذهبي ځایونو کې لاس پورې کړی چې درانه تلفات یې هم اړولي دي.

طالبانو د هرات په ګازرګاه جومات کې د جمعې ورځې د برید مسوول داعش ګڼي؛ هغه برید چې په پایله کې یې مولوي مجیب الرحمن انصاري او څو تنه نور مړه شول.