افغانستان

یوه کال کې د ۷۱۵ طالب جنګیالیو له وژلو د مقاومت جبهې ادعا

پنجشېر کې د مقاومت جبهې ځواکونه. انځور: ارشیف

د مقاومت جبهې د یوه راپور په خپرولو ادعا کړې، چې دغه جبهه درې زره ځواکونه لري او په تېر یوه کال کې د دغې جبهې د ۱۲۱ ځواکونو پروړاندې ۷۱۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د مقاومت جبهې شنبه د وږي پر ۱۲ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ (۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴) له نیمایي د ۲۰۲۲ د اګسټ تر نیمایي (د ۱۴۰۱ کال د زمري ۲۴) خپل کلنی راپور خپور کړ چې په هغه کې پر بېلابېلو موضوعګانو لکه د طالبانو له خوا له بشري حقونو سرغړونه، خپلسرې وژنې، نیول، شکنجې، جبري کډې، د رسنیو سانسور، د نجونو ښوونځیو تړل کېدل او د افغانانو د مدني ازادیو ترپښو لاندې کولو په اړه خبرې شوې دي.

په دغه راپور کې ادعا شوې چې طالبانو لسګونه تنه له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور او ۲۲۹۹ مخکیني پوځیان د ماشومانو، ښځو، خبریالانو او مدني او سیاسي فعالانو په ګډون ملکي وګړي نیولي دي، شکنجه او وژلي دي.

د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې اوسمهال په پنجشېر، بغلان، کاپيسا، بدخشان او تخار ولایتونو کې درې زره ځواکونه لري.

طالبانو څو ځله د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې له شتون څخه انکار کړی دی.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د شمال ختیځ په څو ولایتونو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې شوې دي.

پنجشېر کې د طالبانو د یوې چورلکې نسکورېدل او همداراز په دغه ولایت کې د لسګونه طالبانو د نیول کېدو ويډیوګانې د دغو نښتو بېلګې دي.

په دغه راپور کې د مقاومت جبهې طالبان د ملکیانو پر وژلو تورن کړي دي.

د دغه راپور د اعاوو پربنسټ ۲۸۶ ملکیان په پنجشېر، ۲۶۱ تنه په اندراب کې، ۲۵۵ تنه د بغلان په خوست کې، ۳۲۰ تنه په کندهار، ارزګان او هملند کې، ۲۹۳ تنه په کابل، ۲۲ تنه په پروان او کاپیسا، ۱۲۲ تنه په بلخ، ۱۱۲ تنه په ننګرهار، ۴۴ تنه په هرات، ۴۹ تنه په کندوز، ۲۵ تنه په فاریاب، ۳۷ تنه په بدخشان، ۱۰۰ په سرپل، ۲۸ په غور، ۲۱۰ په سمنګان، ۱۵ په جوزجان، ۲۱ تنه کونړ، ۱۹ تنه خوست، پکتیا او لوګر، ۲۶ تنه په فراه، زابل، نیمروز او بادغیس او ۲ تنه په لوګر کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د دغه راپور په بله برخه کې راغلي چې طالبانو په ټول افغانستان کې تر ۱ زر او ۷۰۰ تنو زیات ملکیان زنداني او شکنجه کړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد د آمو تلویزیون د خبریال په ځواب کې د دغه راپور پروړاندې په غبرګون کې وویل، چې دغه راپور «بې بنسټه او خیالي» دی او نه غواړي په اړه یې څه ووايي.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې موده مخکې یونما په یوه راپور کې طالبان له بشري حقونو پر سرغړونې، د نجونو ښوونځیو تړل کېدل، پر رسنیو محدودیت، د اعتراضونو پر ځپلو او د ملکي وګړو پر وژلو تورن کړي وو، چې دغه راپور د مقاومت جبهې او طالبانو له غبرګون سره مخ شو.

طالبانو تل له بشري حقونو د سرغړونې په اړه د رسنیو او نړیوالو سازمانونو له خوا خپاره شوي راپورونه رد کړي او ټول یې بې بنسټه بللي دي.