افغانستان

پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو پیل کړ

Afghan immigrants in Pakistan.

یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د آی‌سي‌سي کارت لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ، له ټاکل شوي ضرب‌الاجل وروسته، پیل شوې ده.

د راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو لپاره څو لنډمهاله کمپونه هم جوړ شوي دي. خو افغان کډوال او د بشري حقونو فعالان د پاکستان د حکومت دا اقدام ظالمانه بولي او دا د بشري ارزښتونو سره ښکاره مخالفت ګڼي.

د پاکستان د دان ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د خیبر پښتونخوا چارواکو د اختر له رخصتیو وروسته، نن د آی‌سي‌سي کارت لرونکو کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړی دی. همدارنګه، د خیبر پښتونخوا ایالت د لندي کوتل او سرک باغ نصیر سیمو کې د کډوالو لپاره لنډمهاله کمپونه هم جوړ شوي دي.»

تر دې وړاندې اسوشیېټېډ پرېس د پاکستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې د اختر د رخصتیو له امله د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اپرېل تر لسمې پورې ځنډېدلی دی. لومړني شمېرې ښيي، چې د اپرېل د میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې، تر ۹۰ زیات داسې کډوال چې د آی‌سي‌سي کارتونه یې درلودل، او یو شمېر نور غیرقانوني کډوال، له پاکستانه ایستل شوي دي.

د پاکستان حکومت د نوي میلادي کال له پیله او د تېر لمریز کال د ژمي راهیسې، د بې اسنادو کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر پیل کړی. په وروستي مورد کې یې ټولو هغو کډوالو ته چې د آی‌سي‌سي کارت لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې مهلت ورکړی و، ترڅو په داوطلبانه توګه له پاکستانه ووځي.

خو اوس چې دا مهلت پای ته رسېدلی، د جبري ایستلو بهیر په ځینو ایالتونو، په ځانګړي توګه خیبر پښتونخوا کې پیل شوی دی.

شمېرې ښيي چې په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان ژوند کوي، چې ۱.۳ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني کارتونه لري.
تر دې وړاندې، د بشري حقونو او کډوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي و، چې پر دې پرېکړه بیاکتنه وکړي او کډوال په جبري ډول له دې هېواده و نه باسي.