د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د دې هېواد د ټولو ایالتونو په بشپړې همغږۍ عملي شي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان کډوالو د نیولو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي. له بلې خوا، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي، وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان حکومت د دې عملیاتو د پلي کولو لپاره چمتووالی نیولی دی او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال، چې د پاکستان د تابعیت کارتونه لري، هم په دې بهیر کې شامل دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې فدرالي حکومت به له ایالتونو سره په بشپړه همغږي کې دا بهیر عملي کړي او د کډوالو د نیولو لپاره ځانګړي مرکزونه، چې د روغتیایي او خوراکي اسانتیاوو څخه برخمن دی، جوړ شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، وایي: «د بېاسنادو بهرنیو وګړو د ایستلو بهیر د ۲۰۲۳ کال د نومبر له میاشتې راهیسې پیل شوی. په دویم پړاو کې، هغو افغان کډوالو ته چې د پاکستان د تابعیت کارت لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړل شوی چې خپله په داوطلبانه توګه پاکستان پرېږدي.»
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دې ضرب الاجل تر پای ته رسېدو وروسته، حکومت پلان لري چې د افغان کډوالو د ډلهییزې نیونې او ایستلو بهیر پیل کړي.
دغه ورځپاڼه زیاتوي چې له ایالتونو سره پوره همغږي شوې او د کور پر کور پوهاوي او د تابعیت لرونکو کډوالو پېژندنه بشپړه شوې ده. له بلې خوا، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي، وایي چې د افغانستان د بحراني وضعیت له امله اندېښمن دي او که وشړل شي، د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.
پاکستان کې افغانه کډواله، مینا، وایي: «هغه افغان کډوال چې د طالبانو له لاسه یې پاکستان ته پناه راوړې وه، اوس د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند سره مخ دي. پولیس ځوانان، ماشومان او ښځې نیسي او یا یې هم بېرته افغانستان ته شړي. په دې هیله چې د هغو کډوالو ستونزو ته پام وشي چې په پاکستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي.»
پاکستان کې افغانه کډواله، ثریا، وایي: «د افغان کډوالو ستونزه یو بشپړ بشري بحران ته اوښتې ده، او موږ هره ورځ د دې بېدفاعو خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي، سپکاوي او تحقیر شاهدان یو. دا وضعیت نور د زغملو وړ نه دی او باید دوام و نه مومي. دا اړینه ده چې نړیواله ټولنه او مسؤول چارواکي سمدستي ګامونه پورته کړي ترڅو دا تاوتریخوالي ودروي.»
په اسلاماباد او راولپېنډۍ ښارونو کې هم مېشت ګڼ افغان کډوال اړ شوي چې خپلې استوګنې پرېږدي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، دا مهال له ۲.۱ میلیونه ډېر افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، او د ۲۰۲۳ کال له وروستیو میاشتو راهیسې، نږدې ۸۵۰ زره افغان کډوال له پاکستانه وتلي دي. تر دې مخکې، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، په ځانګړې توګه “د بښنې نړیوال سازمان” د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.