افغانستان

سرچینې: امریکا له طالبانو د وسلو تسلیمي یا بګرام ته د ستنېدو غوښتنه کړې

د کندهار د یوه چارواکي په شمول، درې باوري سرچینو، آمو ته ویلي، چې سراج الدین حقاني اماراتو ته د سفر پر مهال له امریکايي پلاوي سره هم لیدلي، خو دا لیدنې د هبت‌الله اخوندزاده له مخالفت سره مخ شوې دي.

سربېره پر دې، دا درې سرچینې وایي چې امریکايي پلاوي د کابل سفر پر مهال طالبانو ته دوه وړاندیزونه کړې دي؛ یا دا چې امریکا ته خپلې پاتې شوې نظامي تجهیزات او وسلې بېرته ور وسپاري او یا هم د بګرام په هوایي اډه کې د امریکا حضور ومني.

سرچینې زیاتوي چې هبت‌الله اخندزاده خپلو نږدې کسانو ته ویلي، که دا تعامل د امریکا له لوري د مداخلې په بڼه وي، نو کېدای شي د جګړې پر ټاکنې هم فکر وکړي.

داسې ښکاري چې د طالبانو پر وړاندې د ټرامپ حکومت تازه دریځونه روښانه کېږي. کابل ته د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکایي پلاوي ناڅاپي سفر، او د دغه پلاوي په ترکیب کې د زلمي خلیلزاد شتون ، ظاهراً د افغانستان پر مسئله یو نوی وضعیت حاکم کړی دی.

د دې سرچینو دوه تنه یې ټینګار کوي چې هبت‌الله آخندزاده د دغو لیدنو په غبرګون کې، د تاکتیکي اقدام په توګه، د حقاني صلاحیتونه را کم کړي او د هغه تر نفوذ لاندې ځواکونه یې له پکتیا څخه د هېواد نورو برخو ته لېږلي دي. خو درې واړه سرچینې وایي، هبت‌الله اخوندزاده خپلو نږدې کسانو ته ویلي که دې باور ته ورسېږي چې له طالبانو سره د متحده‌ایالاتو تعامل، د ده له نظره، د لاسوهنې بڼه ولري، نو ښايي جګړه وټاکي.

خو اساسي پوښتنه دا ده، چې د ټرامپ حکومت به کومه پالیسي خپله کړي، څو د افغانستان د خلکو او د امریکا ګټې دواړه پکې خوندي شي؟

د څېړونکی او د امریکا د انډیانا پوهنتون استاد، محمد نظیف شهراني، وایي: «که واقعیت کې موخه دا وي چې د امریکا ګټې په افغانستان کې خوندي شي، باید د طالبانو له نظام سره داسې اقدام وشي چې افغانستان بېرته خپله آزادي، یعني د اتباعو د مشروعیت پر بنسټ حکومت، ترلاسه کړي، او امریکا باید په دې برخه کې مرسته وکړي.»

د دې درې سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، زلمي خلیل‌زاد کابل ته په خپل سفر کې طالبانو ته ویلي، چې دی له دوو وړاندیزونو سره راغلی دی؛ یا دا چې طالبان د امریکا پاتې شوي نظامي تجهیزات او وسلې بېرته وسپاري، یا د بګرام په پوځي اډه کې د امریکا حضور ومني. خو د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، له العربیه خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي چې له امریکایي پلاوي سره یوازې د ډیپلوماټیک تعامل د زیاتوالي په اړه خبرې شوې دي.

هغه زیاته کړې: «تر قیامته څوک له چا سره دښمني نشي کولی. دښمني هغه وخت وه، چې هغوی زموږ هېواد اشغال کړی و، د هغوی نظامي ځواکونه په افغانستان کې وو.»

له دې ټولو سره، ټرامپ سپینې ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته، په دوامداره توګه د افغانستان په مسئله ټینګار کړی، چې باید پاتې شوي نظامي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي، او تل یې د بګرام پوځي اډې د ارزښت او ساتلو د اهمیت یادونه کړې ده. خو طالبانو هم تل ویلي، چې حتی که جګړه هم وشي، دا تجهیزات او وسلې به بېرته و نه سپاري.