افغانستان

سره صلیب: ۸۰ سلنه افغانان د اوبو له کمښت سره مخ دي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دې ورځې په مناسبت ویلي چې ۸۰ سلنه افغانان د اوبو له کمښت سره مخ دي. یادې کمېټې، اوبو ته لاسرسی یوه جدي ننګونه بللې او زیاته کړې یې ده چې دا مسئله د افغانستان پر روغتیا، د خوړو پر خوندیتوب او د دې هېواد پر اقتصاد مستقیمه اغېزه لري.

د مارچ ۲۲مه د اوبو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د اوبو نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي، چې افغانستان د اوبو له شدید کمښت سره مخ دی.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا د څښاک د پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت کوي او وایي، چې ناپاکې اوبه د دوی او د ماشومانو د ناروغیو لامل شوې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان د هغو وګړو شمېر چې لازمو اوبو ته لاسرسی نه لري، ۳۳ میلیونه ښيي. دغې کمیټې همداراز ویلي چې اوبو ته د خلکو ناسم لاسرسی جدي ننګونې رامنځته کوي او د افغانستان پر اقتصاد به بده اغېزه وکړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي: «اټکل کېږي چې نږدې ۸۰ سلنه افغانان، بسیا اوبو ته لاسرسی نه لري. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱.۱۲ میلیونه کسانو لپاره د پاکو اوبو لاسرسی ښه شوی دی.»

خو د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت دا شمیرې ردوي او ټینګار یې کړی چې پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پروژې عملي کوي.

زرغونه، چې له بادغیس څخه هرات ته بې ځایه شوې ده، وایي چې د وروستیو زلزلو له امله یې شتمني له لاسه ورکړې او اوس د څښاک پاکو اوبو ته هېڅ لاسرسی نه لري.

نوموړې ټینګار کوي چې اړه ده څو له ناپاکو اوبو ګټه واخلي چې دغو اوبو د دې او د ماشومانو د ناورغۍ لامل هم شوې ده.

زرغونه، د بادغیس اوسېدونکې، آمو ته وايي: «اووه، اته کاله کېږي چې له بادغیس څخه هرات راغلي یو، هلته هم وچکالي وه، خو دلته لږ تر لږه پاکې اوبه او کلینیک موجود و. خو زلزله چې راغله، هر څه ویجاړ شول. اوس نه پاکې اوبه لرو، نه حمام. زموږ ماشومان او موږ ټول ناروغه یو.»

د ملګرو ملتونو لخوا د ۲۰۲۵ کال د اوبو نړیوالې ورځې شعار «د یخچالونو ساتنه» ټاکل شوې.

بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې د دې هېواد یخچالونه د اوبو یو له مهمو سرچینو څخه دي او د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د خوړو تولید کې حیاتي رول لري. خو یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان یخچالونه په چټکۍ سره د ویلې کېدو په حال کې دي، چې دا به د هېواد د اوبو سرچینو او کرنیز سکټور ته جدي زیان ورسوي.