افغانستان

طالبان: په اوسلو کې د افغانستان قونسلګري خدمات د دوشنبې په ورځ بیا پیلیږي

عکس از ساختمان سفارت افغانستان در ناروی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان د سفارت قونسلګري خدمات به د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ بیا پیل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي چې آیا سفارت به د دوی لخوا اداره کیږي او که نه؛ خو د قونسلګرۍ د فعالیتونو بیا پیل یې یو «مثبت ګام» بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د طالبانو ډیپلوماټ نجیب الله شیرخان په اوسلو کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه معرفي شوی دی.

تر دې مخکې، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري اروپايي هېوادونو ته د لیک له استولو وروسته، د افغانستان یوه جګ‌پوړي ډیپلوماډ آمو ته ویلي وو، چې ناروې او جرمني «د افغانستان سفارتونه هڅولي» چې له طالبانو سره د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره تخنیکي خبرې وکړي.