افغانستان

د کندهار شمال کې د اوبو يو مهم بند ګټي اخیستو ته وسپارل شو

دا د کندهار په شمالي ځنډه کې د “ميانکو” په نوم د باراني اوبو د کابو کولو تازه جوړ شوی بند دی.


دغه بند پنجشنبه د وږي په لسمه ګټي اخیستو ته وسپارل شو.


د کليو د پراختيا وزارت د رغنيزو چارو رییس انجينر اسدالله عمار وايي, دغه بند د يوه کال په موده کې د ۱۷ میلیونه افغانيو په ارزښت جوړ شوی, چې د شپږ سوه زره متره معکبه اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري.


نوموړی زیاتوي: «دغه بند د ځمکي لاندې اوبو د سطحي د لوړولو لپاره زيات مهم دی او په دې سره به نور کندهار ښار د سېلابونو له خطره خوندي وي او د باران اوبه به هم نه ضايع کیږي.»


پر همدې مهال د کليو د پراختيا وزير ملا محمد يونس اخوند وايي, مهمي ودانیزې پروژې په پلان کې لري, خو د کمو امکاناتو له امله يې نشي عملي کولای.
نوموړی زیاتوي: «د انکشاف دهات وزارت په خپلو اړوندو کارونو لکه، چیک ډيمونو، کليوالي سړکونو او بندونو د جوړولو لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې، خو ځيني داسې کارونه شته، چې د امکاناتو د محدوديت له امله یې نشو ترسره کولای.»


کندهار چې اوسېدونکي يې وچکالۍ ځپلي، د باراني اوبو د کابو کولو لپاره ورته نورو پروژو د عملي کېدو غوښتنه کوي.


د سردار ولي په نوم د کندهار د نهمي ناحیې يوه اوسېدونکي په دې اړه امو ته وویل: «څنګه، چې دغه بند جوړ شي، نو زموږ وچي شوې ځمکې به بيا اوبه پيدا کړي او د سېلابونو مخه به ونيسي.»


کندهار په سوېل کې پروت هغه ولايت دی, چې د باراني اوبو د ضايعاتو له امله يې د کال په فصلونو او  وچکالۍ پر مهال اوسېدونکي د کرنيزو اوبو په ګډون د څښاک لپاره د ځمکي لاندي اوبو له کمښت سره مخ وي.